The news is by your side.

زهرجن ګاز بیا پاکستانیان وژلي

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو ځل بیا یو ډول مشکوک زهرجن ګاز څلور کسان مړه کړي او ۲۲ نور یې اغېزمن کړي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخط، دا پېښه د کراچۍ په کیماړي سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کیماړي روغتون ویاند ویلي چې روغتون ته ۲۳ تنه وروړل شوي وو او ټولو یې ساه بندي لرله او زیاتوله یې چې په هوا کې یو ډول بوی احساسوي.

هغه زیاته کړې، له یادو ۲۳ کسانو دوو هغو یې په روغتون کې ساه ورکړې ده او د دوو نورو جسدونه روغتون ته رالېږدول شوي دي.

دا دویم ځل دی چې په دغه سیمه کې خلک د زهرجن ګاز له امله ساه ورکوي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې دا ګاز د څه دی او څنګه خور شوی دی.

پاکستاني چارواکي وایي چې د ګاز خوشې کېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو داسې بریښي چې د ګازو کومه لیکه سورۍ شوې وي.

ډاکټران وایي په روغتونونو کې بستر شوي ډیری ناروغان د ساه بندي او د سترګو سوزېدو ستونزې لري چې ورسره لیدل نه شي کولی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.