The news is by your side.

طالبان د افغان ځواکونو وسایط د پاکستان پر پوځ پلوري

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم طالبانو لخوا د افغانستان د عامه شتمنیو لوټولو او د افغان پوځ د وسایطو لوټول څه نوې خبره نه ده، خو تازه د سهيل حبيب تاجيک په نوم د پاکستان پوليسو يوه افسر خپل داسې انځورو په ټوېټر کې خپاره کړي چې له کرښې پورې غاړه د افغان ځواکونو له هاموي ټانک سره اخيستل شوي دي.

له دې عکسونو سره ليکل شوي چې دا وسايط يې په وزيرستان کې له وسله‌والو طالبانو ترلاسه کړي دي، هغه څه چې پخوا په دې کړه شواهد موجود نه و.

دا د دې ښکارندوي کوي چې پاکستان سربېره پر دې چې دلته د خپلو ګټو د ساتلو لپاره جګړه توده ساتلې، بلکې د طالبانو په لاس د افغانانو د عامه شتمنیو لوتول یې هم اساسي موخه ده.

د پاکستان د ګټو په خاطر له دې ټولو سربېره وسله‌وال طالبان پرې دا حق لري چې د امکاناتو له برابرولو سره يو ځای بايد په خپل قلمرو کې ورته منظم پټنځايوه او روزنځايونه هم جوړ کړي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت تل د پاکستان له لوري د وسله‌والو طالبانو پر تمويل او تجهيز سربېره دې ډلې ته د خوندي پټنځايونو ورکړې په اړه هم شکايت کړی، خو پاکستان او طالبانو په يوه خوله د افغان حکومت دغه ادعا ناسمه بللې ده.

په دې وروستيو کې داسې اسناد او شواهد هم په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي چې ښيي په پاکستان کې د وسله‌والو طالبانو د رهبرۍ موجوديت ترڅنګ د دې ډلې ټپي جنګياليو درملنه هم کېږي.

ملابرادر خپلو کسانو ته وايي، قطر کې چې کومې خبرې کېږي له خپل مشرتابه سره یې شریکوي او ډاډ یې ورکړی چې تر اوسه هېڅ یو کار په خپل سر نه دی کړی.

نوموړی له خپلو جنګیالیو مننه کوي او ورته وايي چې د دوی د قربانیو په نتیجه کې امریکا له دوی سره خبرو ته کېناسته.

دا روښانه خبره ده چې طالبان د پاکستان لخوا حمایه کېږي، پیسې، وسلې او امکانات ورکول کېږي او د افغانستان د ورانولو پروژې اصلي سپانسر مفسد پاکستان دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance