The news is by your side.

هلمند کې ۸ زره سرتېري د لوږې سره مخ دي

خبريال وېبپاڼه/ د هلمند ولايت څخه زړه دردوونکي خبرونه رارسېدلي دي، د سیمې څخه د خبريال همکار وايي چې ملي پوليس د ګڼو ستونزو سره مخ دي او ان ځينې ډوډئ او نورو اړینو توکو ته هم لاسرسی نلري.

رياست او وزرات لوجتستکي قرارداديانو  ته قرارداد نه ورکوي او په دې هکله ځان ځينې خنډونه راپيدا کوي، که څه هم د قرارداد په وړاندې کوم قانوني يا بل ډول مانع نشته نو ښکاري داسې چې چارواکي دې د قرارداديانو څخه د رشوت تمه ولري.

دا د افغانستان په دولتي ادارو کې يوه عامه نښه ده چې کله يو دولتي بنسټ يا مور غواړي د یوه کس څخه رشوت ترلاسه کړي نو بيا د هغه کار نه حل کوي او رقم رقم شيان غواړي، کله یو اسناد غواړي کله بل، بيا چې سړی همدا اسناد ورته راوړي بيا هم يو بل راپيدا کړي، مطلب دا ډول کړنې صرف ددې لپاره ترسره کېږي چې مقابل طرف رشوت ورکولو ته تيار کړي.

تقريباً یوه مياشت کېږي  چې په هلمند کې پوليسو ته هېڅ ډول خوراکي او نور اړين توکي نه دي ورلېږل شوي، د سيمې څخه د خبريال همکار وايي نېږدې ۸ زره پولیسو ته د يوې مياشتې راهيسې نه خوراکي توکي راغلي دي، نه ګاز ورته راغلي او نه هم تېل، هېڅ ډول اعاشه دې پوليسو  ته نه ده رسېدلې او د لویې ستونزې سره مخ دي.

د هلمند د م پوليسو په دې ناوړه حالت باندې نه په هلمند کې ځايي چارواکو او ریاست غوږ ګرولی دی او نه هم د کابل څخه وزرات دا خبره اوري او نه هم کوم اقدام کوي.

په هلمند کې پراته م پوليس وايي د دښمن سره په سختو کې شرايطو کې جګړه کوي او چارواکي مياشت کېږي ددوی غږ نه اوري.

د کورنيو چارو او نور اړوند وزارتونه په دې مکلف دي چې د افغان م پوليسو اړتياوې پوره کړي، دا هېڅ افغان ته د منلو نه ده چې ددوی پوليس دې د دښمن سره يوه خونړۍ جګړه کوي د بلې خوا دې دوی د لوږې سره مخ وي، د م پوليسو دا بدل حال په داسې وخت کې دی چې د چارواکو زامن په کور ناست دي د ګرمې بخارۍ څخه دوه دقيقې لرې نشي پاتې کېدی او افغان پوليس په دې سختو شرايطو جګړه کوي خو د خوراک لپاره ډوډئ نشي پيدا کولی.

دا د افغان ملي پوليسو سره ستر خيانت دی د هغوي د قربانیو سره خيانت دی، تر بل هر چا باید د همدې سرتېرو غږ چټک واورېدل شي ځکه دوی د جګړې په اوله کرښه کې دی او د خپل سر قرباني ورکوي تر دې خو نور څه نلري چې د هېواد لپاره یې قرباني کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.