The news is by your side.

د هدفي وژنو په هکله اندېښنې

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان پلازمینه تر بل هر وخت اوسني وخت کې نا امنه او د هدفي وژنو مرکز ګرځېدلی چې خلک يې اندېښمن او دولت د حالت په کابو کولو کې پاتي راغلی.

د دې هدفی ژونو په هکله د خلکو اندېښنو سره سره ملګرو ملتونو او ناټو هم اندېښنې څرګندې کړې او په افغانستان کې يې د ژر سولې کولو غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د یوناما دفتر ویلي چې باید اورکم رامنځ سي او تمه یې  ښودلې چې په دوه اونیو کې به د سولې مهمې خبرې پيل سي ځکه نو باید شخړې راکمې سي.

ناټو بیا له طالبانو د سولې  خبرو کې د پوره ونډې اخیستلو غوښتنه کړې

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي ستیفانو فونتېکورو کابل کې د وروستیو هدفي وژنو په هکله اندېښنه څرګنده کړې او پر ملکیانو باندي يې وروستي بریدونه غندلي، هغه ویلي چې طالبان باید د سولې خبرو کې خپله ونډه په بشپړه توګه اداکړي.

یو ناما هم په یوه بیان کې د دې بریدونو په هکله اندېښنه څرګنده کړې.

تر دې وړاندې په کابل کې جنايي پیښي او غلاوې اوج ته ورسیدلې چې د خلکو غبرګونونه يې را وپارول چې بیا ولسمشر خپل لومړي مرستیا امرالله صالح ته د کابل امنیت تامین مسؤلیت وسپاره خو اوس له هدفي  وژنو خلک ستړي او دولت پړ بولي

کابل کې نژدې هره ورځ په چاودنې او ډزو پیل کیږي چې پکښي یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم رسیږي تراوسه دولت نه دی توانیدلی چې د کابل امنیت په بشپړه توګه خوندي کړي.

د کابل ترڅنګ د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم هدفي وژنې چاودنې او جګړې امنیت ګواښي او خلک يې بیاهم د کابو کولو غوښتنه کوي خو تراوسه پوري کوم اقدام نه دی سوی.

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کیږي چې د افغان سولې لپاره هم اقدامات سوي او خلک د یو بیړني اوربند غوښتنې کوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.