ټرمپ: عراق کې پر امریکايي ځواکونو  برید کې ایران پړ بللی

خبریال ویبپاڼه/ وروسته له هغه چې بغداد کې د امریکا پر سفارت توغندیز بریدونه وسول د امریکا ولسمشر ټرمپ يې  په هکله غبرګون ښودلی او په دې هېواد کې د امریکایانو  په وړاندې د ستونزو لامل ایران بللی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکا پر سفارت د توغندیز برید په هکله ویلي که چیري عراق کې امریکایان ووژل سي نو مسؤل به یې یوازي ایران وي

هغه په یوه ټویټ کې ویلي بغداد کې زموږ سفارت په نښه او ورباندې څو توغندي ولګیدل چې درې يې ونه چاودل. فکر وکړئ دا له کومه راځي: ایران، هغه وویل چې موږ اوس پر امریکايي ځواکونو ډیري زمزمې اورو.

ده دا هم ویلي چې که یو امریکايي ووژل سي نو مسؤل به یې ایران وي.

تراوسه پوري امریکا ته د افغانستان ترڅنګ عراق هم ور له غاړې دی او کله کله هلته هم پر امریکايي سرتیرو بریدونه رامنځ ته کیږي.

د ټرمپ په واکمنۍ کې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې د پځوا په پرتله نورې هم خرابې سوې او ان موده وړاندې به ټرمپ نژدې هره ورځ ایران ته ګواښ کاوه، د ایران او امریکا ترمنځ یو دومره اړیکې زیاننمنې سوې چې نژدې وو د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي اخ ډب رامنځ ته سي.

امریکا ایران په سیمه کې د ترهګرو په ملاتړ او اټومي وسلو په جوړولو تورنوی خو ایران وايي چې ترهګرو ډلو سره اړیکي نلري او اټومي پروګرام يې سوله ییز دی.

بایډن به هم د ټرمپ په پله ولاړ سې؟

پوره ۲۶ ورځې  وروسته به د امریکا نوی ولسمشر جو بايډن په خپله دنده پیل وکړي هغه ویلي زیات بدلونونه به راولي خو دا چې هغه به د ایران په هکله څه پریکړه وکړي تراوسه مالومه نه ده خو هغه ته د ایران په ګډون افغانستان عراق او دې هېواد کې کرونا هغه لوی موضوعات دي چې باید په هکله یې سم تصمیمونه ونیسي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More