The news is by your side.

هالنډ ارزګان کې د خپلو سرتېرو د تېروتنو په اړه څېړنې کوي

خبریال وېبپاڼه/ هالنډ په ارزګان ولایت کې له بشري حقونو د خپلو سرتېرو د تېروتنو په اړه څېړنې کوي.

د یاد هېواد دفاع وزارت د خپل هېواد له څارنوالانو غوښتي چې د افغانستان د ارزګان په ولایت کې له بشري حقونو څخه د هالنډي ځواکونو د احتمالي سرغړونو پلټنې وکړي.

د هالنډ دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ وروسته تر دې دا اعلان وکړ چې یوه هالنډي سرتېري سروي هولزکن تور پورې کړ چې په ۲۰۰۷ کال کې یې په چوره ولسوالۍ کې د خلکو پر کورونو د درنو وسلو ډزې وکړې.

د دې پوځي په وینا پر دې کورونو د توپونو د ډزو امر یوازې د طالبانو د مخابراتي مکالمې د اورېدو په اساس دوی ته ورکړل شو چې ښایي په دې کلي کې ملکیان وژل شوي وي.

د هالنډ صدراعظم مارک روتې تېره میاشت ویلي و چې داسې هېڅ نښه نه‌شته چې هالنډي عسکرو په افغانستان کې له بشري حقونو څخه سرغړونې کړې وي.

تر دې وړاندې د اسټرالیا دفاع وزارت د هغو ۳۹ افغانانو د وژلو له امله بښنه غوښتې وه چې ځواکونو یې د افغان جګړې پر مهال بې قانونه وژلي دي.

د یاد هېواد دفاع وزارت افغان جګړه کې د خپلو ځواکونو د چلن په اړه څېړنې پیل کړې وې او خپلې موندنې خپرې کړې.

دې څېړنه کې ۷۵ پېښې ارزول شوې او هم له۳۰۰ ډېرو شاهدانو سره خبرې شوې دي.

دوی وايي، کره شواهد په لاس ورغلي، چې ۲۵ استرالیايي سرتېرو ۳۹ افغانان بې قانونه وژلي او له زغم پرته یې عمل کړی.

که څه هم د هالنډي او استرالیايي ځواکونو د تېروتنو او سرغړونو په اړه څېړنې ترسره شوې، مګر د امریکايي ځواکونه په اړه تر اوسه هیڅ څېړنې نه دی ترسره شوې. په داسې حال کې چې تر ټولو زیاتې سرغړونې امریکايي ځواکونو ترسره کړې دي، چې ړندې بمبارۍ یې عمده بېلګه ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.