امریکايي ځانګړي ځواکونه له افغانستانه نه وځي

خبریال وېبپاڼه/ د امریکا د دفاع سرپرست وزیر وايي، د امریکا د ځانګړو عملیاتو ځواکونه به د ترهګرو، القاعده شبکې او نورو وسله والو پر ضد د مبارزې او د افغان ځواکونو د روزنې لپاهر تر ډېرې مودې په افغاستان کې وي.

 کرېسټوفر مېلر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ده په کابل کې د خپل سفر پر مهال د امریکا ځانګړو ځواکونو له مرکزونو هم لیدنه کړې ده.

 مېلر ویلي د ځانګړو عملیاتو دغه پوځیان تر ټولو لومړی افغانستان ته راغلي وو نو دوی به وروستي کسان وي چې له افغانستان وځي.

مېلر په افغانستان کې د جګړې دوام ستراتيژيکه تېروتنه بللې ده او په خبره یې هیله لري ژر تر ژره دلته روانه جګړه پای ته ورسېږي او امریکايي ځواکونه وکړی شي خپلو کورونو ته ستانه شي.

هغه د افغان ځواکونو ستاینه هم کړې ده او ددوی وړتیاوې یې د ډاډ وړ بللې دي.

امریکايي ځواکونه دا مهال ډیر د افغان ځواکونو پر روزنې، سمبالښت او ملاتړ بوخت دي.‌

که څه هم افغان ځواکونه د هیواد د امنیت او دفاع ټولې چارې پخپله ترسره کوي خو امریکايي پوځي چارواکي د طالبانو د ګواښ پراخیدو ته ځیر دي.

ځيني شننونکي پدې اند دي‌ چې د افغانستان د امنیتي وضعیت خرابیدل به امریکايي ځواکونه اړ کړي چې د طالبانو د ګواښونو د تمبولو لپاره راوړاندې شي، لکه څه وخت مخکې چې په هلمند، نیمرزو او کندهار ولایتونو کې د افغان ځواکونو دفاع ته وردانګلي وو.

باور دا دی چې د امریکايي‌ ځواکونو په ماموریت کې هر ډول بدلون به د افغانستان د حکومت په غوښتنه کیږي.

د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د امریکا مېشت ځانګړی ځواک داسې جوړ شوی چې په خپلواکه توگه فعالیت کولای شي، په ترکیب کې یې افغانان هم شامل دي، د گواښ پر وړاندې پوره جني قوت لري او د ټولو عملیاتو په ترڅ کې د هوایي ځواکونو ملاتړ هم لري.

 

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More