The news is by your side.

افراسیاب خټک وايي، د افغانانو دښمن دلته د نظام ړنګول غواړي

خبریال وېبپاڼه/ د پښتونخوا وتلی سیاستوال افراسیاب خټک وايي، د افغانانو دښمن نه غواړي چې یو دیموکراتیک او په خپلو پښو ولاړ نظام ولري، پرمختګ وشي او سوله رامنځته شي.

په خپله تازه مرکه کې په افغانستان کې ویلي، دا د منلو وړ نه ده چې افغانانان دې د فکري اختلاف له امله یو بل ووژني، بلکې دلته د دښمن لاس را اوږد شوی او غواړي چې افغانان له ارام ژوند او سوکالي را وګرځوي.

خټک همدا راز روان تاوتریخوالی، د جګړو اوج او هدفي وژنې د جدي اندېښنې وړ مسئلې بللې دي او ویلي یې دي چې ښکېلل اړخونه باید ژر تر ژره اوربند او سرتاسري سولې ته ورسېږي.

افراسیاب خټک دغه راز د سولې په برخه کې پر پاکستان هم نیوکه کړې او په خبره یې دغه هېواد له یوې خوا ځان سولې ته ژمن بولي خو له بلې خوا د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.

 دده په وینا نړیواله ټولنه هم په لوی لاس د پاکستان او یا ایران پر کړنو سترګې پټوي خو تر ټولو ښه لار دا ده چې افغانان نور له جګړو لاس واخلي او سولې ته سره کېني.

افراسیاب خټک دغه راز پر وروستیو هدفي وژنو او د عامه تاسیساتو پر ویجاړولو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا د افغانانو کار نه دی.

افراسیاب خټک داسې مهال د پاکستان په اړه توندې څرګندونې کوي چې د طالبانو د قطر دفتر مشر  ملا برادر پاکستان کې له طالب جنګیالیو سره کتلي دي.

ملابرادر خپلو کسانو ته وايي، قطر کې چې کومې خبرې کېږي له خپل مشرتابه سره یې شریکوي او ډاډ یې ورکړی چې تر اوسه هېڅ یو کار په خپل سر نه دی کړی.

نوموړی له خپلو جنګیالیو مننه کوي او ورته وايي چې د دوی د قربانیو په نتیجه کې امریکا له دوی سره خبرو ته کېناسته.

دا روښانه خبره ده چې طالبان د پاکستان لخوا حمایه کېږي، پیسې، وسلې او امکانات ورکول کېږي او د افغانستان د ورانولو پروژې اصلي سپانسر مفسد پاکستان دی.

اوس پوښتنه دا ده چې حکومت اخر له پاکستانه څه تمه لري، دا اړیکې په څه معنا، د کوم نیت له مخې پاکستاني ترهګر له زندانونو خوشې کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.