The news is by your side.

نارینه ولي ښځوته اسلامي حقوق نه ورکوي؟ ظریفه غفاري

خبریال ړیب پاڼه:افغانستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د اسلام تر مبین دین وړاندې او وروسته یې د ښځو حقونه نقض کړي، میرمنې یې د دوهم [برده] نسل په څیر د نرواکی په جال کې ساتلې دي چې له ازله تر ابده یې د افغاني ټولنې پښو ته د جهالت تبرګی نیولی او د تاریخ په هر پړاوو کې یې د ټولنې د پرمختګ لارې تړلې دي.
نړی د صنعتي انقلاب سره سم دا ومنله چې نارینه او ښځې د ټولنې د پرمختګ دوه جلا خو مساوي ظرفیتونه دي چې په ګ‌‌‌‌‌‌ډ کار سره کولای شي بحرانونه مهار کړي، نسلونه وژغوري او ټولنه د پرمختګ لوړو درجو ته ورسوي او دوی په دې هدف کې بریالي هم شول اما بدبختانه افغاني ټولنه چې د رواج په مردوده کړۍ کې راګیر وه تر ننه ونه توانیده چې دغه لویې غمیزې ته د پای ټکی کیږدي، ښځې او نارینه د مساوي ځواک او ظرفیت په توګه د وطن په آبادۍ کې راګ‌‌‌‌‌‌ډې کړي.
تاریخونه ګواه دي چې د اسلام تر مبارک دین وړاندې په افغاني ټولنه کې میرمنې ژوندۍ خښې‌ دي، دوی په دې نرواکه ټولنه کې یا د کور وې او یا د ګور، د تعلیم حق یې نه درلود، د میراث په حق او نورو اړینوحقونو یې ګون‌‌‌‌‌‌ډې وهل شوې وې چې بد بختانه دې سترې غمیزې تر اوسه دوام پیدا کړی او غوره بیلګه یې هغه میرمن وه چې څو ورځې وړاندې د خپل خاوند له لوري د لور د زیږیدنې په جرم ووژل شوه.
ښکاره خبره ده چې اسلام په هیڅ راز د میرمنو د حقونو په نقض حکم نه بلکه په احادیثو کې حتی دوی ته په چین هیواد کې د عصري زده کړو په بشپړولو ټینګار کوي(اطلبوا العلم ولو كان في الصين) ،پس ښکاره ده چې د افغاني ټولنې ستونزه په کلتور او رواج کې ده او د غیر انساني او غیر اسلامی نه منونکي رواجونو په کړۍ کې ایثارې افغاني ټولنې تل د ښځینه لوی نسل ژوند ګواښلی، د میرمنو آزادي او ټولنیز حقونه د نارینه وو له لوري تر پښو لاندې شوي او دا کرکجنه میراثي پالیسي لا هم د ټولنې د پرمختګ پړاوونه په پوره قوت سره زیانمنوي.
له نیکه مرغه په روانو دوو لسیزو کې میرمنو په لوی جرئت او قوت د سر په قیمت په ښاري سیمو کې ځینې ټولنیز نرواکانه محدودیتونه مات کړل او د ګڼو قربانیو په منلو سره یې د نسبي انساني آزادۍ د مبارزې له سنګر نه په میړانه دفاع وکړه، ګڼې نجونې مکتبونو ته لاړې، ګڼو نورو په کور د ننه او بهر کې لوړې زده کړې وکړې او یو شمیر لږکیو بیا په مدني مبارزو لاس پورې کړ تر څو د تیاره ذهنونو په وړاندې ودریږي او د خپل هویت د اثبات او وطن ته د خدمت او تاریخونو د جوړولو په برخو کې خپل رول ثابت کړي.
لا هم په هیواد کې د حق او باطل تر منځ جګړه روانه ده، افراطیت هڅه کوي چې د هیواد لوی ښځینه ظرفیت یوازې د خپل هوس لپاره وکاروي، د دوی په ټولو قهرمانانه هڅو او هویت خاورې واړوي چې تازه بیلګه یې د وسله والو مخالفینو له لوري د سولې په پروسه کې د میرمنو د آزادۍ محدودول او د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په وینا بلخ کې د ناپوهه ځوانانو له لوري د ښځو آزار او اذیت ګڼلای شو.
حیف دی چې د یویشتمې پیړی ننګیالي، باتور او میړني بلخي زلمي لا هم په کوڅو کې نجونې ځوروي او د بشر حقونو ادارې موندنې ښیي چې په بلخ کې دې کار د ښځینه فعالینو روحیه کمزورې کړې ده چې دا پخپله سیمه کې د افراطیت پر مټ د ښځو د بیا کمزورې کولو روښانه هڅه ده.
او بدبخته افغانه!
د نړۍ ښځې مریخ ته وختې، د نړۍ میرمنو داسې نارینه وروزل چې عقل یې له آسمان سره ‌‌‌‌‌‌ډغرې وهي او حتا داسې نارینه یې وزېږول چې په تاسو کې یې پړی اچولی او مجبوروي مو چې لکه د ګور چینجۍ یو پر بل خوله واچوئ
د خدای بندګانو؛
پریږدئ چې افغانې میرمنې هم بیا داسې بچي ونه زیږوي چې د یو او بل په وینو یې لاسونه سره وي؛ له تاسو خو پوره نشوه حد اقل اوسخویندو ته مو فرصت ورکړئ چې د وطن په آبادۍ کې برخه وا خلي.
پای کې وایم چې شکر دی، د داسې نسل استازې یم چې لاسونه یې د بل په وینو ندي سره.
دا د انسانیت او افراطیت ترمنځمبارزه به تر هغې ادامه لري تر څو چې یوه افغانه پیغله په دې خاوره کې موجوده وي.

لیکواله: ظریفه غفاري
د میدان وردګ ولایت ښارواله

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.