The news is by your side.

ذهن او افکار د موبايل په څير چارچيدو ته ضرورت لري

خبريال ويب پاڼه /که څه هم د سوفسطايانو په تیره بيا که د ارسطو دې خبري ته وګورو چې انسان ټولنيز حيوان او يا سياسي حيوان دی ډير څه پکې پراته که څه هم د ارسطو په دغه خبره کې دری کليمې دي چې انسان ، حيوان او ټولنه.
د انسان همدې تعريف ته په کتو ويلای چې انسان هر څه له ټولنې زده کوي هغه که ښه او يا بد.
ځکه ټول انسانان چې له موره پيدا کيږي يوازي له هغو فطري غريزو (جنست ، ځان سانته، خوراک…) له دې پرته نور په هيڅ نه پږهيږي. ان دا چې ډيری پوهان په دې نظر دي چې د انسان غږيزه ژبه هم فطري نه ده بلکي اکستابي ده او له ټولنې زده زده کيږي.
داسي ويلای شو چې که موږ همدا اوس په کومه ژبه خبري کوو که په بل ځای کې پيدا شوي وای حتمن به مو مو هغه ژبه ويله او په هغې به مو خبري کوي.

يوې مشورې پيښې ټول ژبه پوهان او څيړونکي حيران کړل څه موده مخکي د هند په يوه ځنګل کې ناڅاپي يوه مور په اولاد ناروغيږي او په همدې حالت کې يې زوی پيدا کيږي تصادفا همدا زوی يې کوم وحشي حيوان له ځان سره وړي. او له دې ښځې څخه يې ماشوم ورکيږي حتی تر دې چې شپږ ، اوو کاله وروسته د پلټونکو له خوا پيدا کيږي.

په دې پيښه کې تر ټولو جالبه دا ده چې همدا ماشوم (انسان) عيني د حيوانات په څير تګ کوي ، د هغوي په څير ژوند کوي او د هغوی په څير يو ډول بې معنا غږونه له خولې راباسي چې نور انسانان نه پري پږهيدل. عيني د لکه د سپو په څير يې غپا او غږونه کول.

نو خبره مې د ذهن او افکارو د چارچ کوله موږ ټول اړ يو چې هر وخت خپل ذهن او افکار لکه موبايل چارچ کړو نوي شيان ور واچوو. که همدا کار ونه کړو لکه موبايل چې مو د چارچ او برق د نه شتون څخه بند او له کار لويږوي ذهن او افکارو مو هم همداسي د موبايل په څير بلج او له کاره لويږي.

شايد موږ په دې ټول پو او خبر يو چې خپل موبايل څنګه په کوم ډول چارچر چارچ کړو. او دورځې يې څو ځله چارچ کړو.
خو د ذهن او افکارو د چارچ کيدو لارې او چارچر شايد ډيرو.ته نه وي معلوم. او دا هم نه وي ورته معلومه چې ذهن څنګه ، څه ډول چارچ کړو.

په ټوله نړۍ کې د ذهن او افکارو د چارچولو يوه لار ده چې د نړۍ د هرې څنډۍ وګړو په همدې لار خپل افکار او ذهن چارچ او روښانه ساتلی او همدا کار هره ورځ تکراروي همدا علت دی چې نړۍ د تيرو زمانو په پرتله د ټيکنالوجۍ او علم په لوړ سټيج کې قرار لري.
د ذهن او افکارو د چارچولو ښه لار مطالعه کول، د نړۍ اوړکايناتو په هر څه کې سوچ، فکر او تحقيق کول دي.
په ّ تيره بيا د کتاب لوستل او اوريدل د ذهن د چارچولو ښه لار ده.
لکه څنګه چې مو مخکي ذهن له موبايل سره ورته بللی وو او دا هم ښکاره ده چې هر وخت د خپل موبايل د چارچولو لپاره او ښه او غوره چارچر ټاکو او اخلو تر څو مو موبايل ښه او په پوره ډول چارچ شي. نو همداسي مو ذهن او افکار هم ښه چارچر( ښه کتاب) ته اړتيا لري.
تر ټولو مهيمه خبره دا ده چې د کتاب په ټاکلو کې بايد ډير دققت وشي هر ډول کتاب بايد ونه لوستل شي. په هر رقم کتاب بايد خپل وخت ضايع نشي.

ځکه دا کتاب دی چې موږ ترې فکر اخلو،.موږ ترې موږ مفکوره اخلو او زموږ د ذهن او افکارو د چارچ باعث ګرځي.
نو تل بايد کوښښ وکړو چې ذهن بايد سم او په ښه ډول چارچ شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.