The news is by your side.

طالبان داسلام دپوښتنو ځواب نلري.

خبریال ویب پاڼه:د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي ویلي، چې طالبان د خپل اسلامي نظام چې دوی یې په افغانستان کې د پلي کولو دعوا لري، وضاحت او تعریف نه لري. دوی وایي چې طالبانو څخه مو وپوښتل چې څه ډول اسلامي نظام راوستل غواړئ؟ طالبانو په ځواب کې ویلي چې داسې اسلامي نظام غواړو چې په هېڅ اسلامي هېوادو کې یې ساری نه شته دی.
یو ځل پخوا هم د طالبانو ویاند داکتر محمد نعیم وردګ د طلوع نیوز د خبریال سره په مرکه کې وایي، چې طالبان جدید اسلامي نظام راوستل غواړي، کله چې بیا خبریال د طالبانو ویاند ته وایي چې کوم ډول جدید اسلامي نظام تاسو غواړئ راولئ؟ هغه په ځواب کې همدومره وایي چې بس جدید اسلامي نظام!
هر وخت چې د طالبانو څخه د دوی د نظام په اړه پوښتنې شوي،دوی کوم خاص وضاحت د اسلامي نظام په اړه نه دی ورکړی.
دا واضحه ده چې د پیغمبر ص په وخت کې په مدینه منوره کې اسلامي نظام موجود و او د هغه مبارک ص نه راوروسته هم د خلفای راشدینو رض په وخت کې هم اسلامي نظامونه موجود و، ددې اسلامي نظامونو ټولې فیصلې د قرآن، سنتو، اجماع او قیاس په رڼا کې ترسره کېدلې.
اسلامي نظامونو پخپل وخت کې سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو چارو او مسایلو ته لازم لیکل شوي تشریحات لرل، چې ټولو حکامو او مسؤلینو به د همغو قوانینو په رڼا کې د ملت ورځنۍ چارې ترسره کولې.
د اسلام دین د اساسي اصولو لکه د الله ج وحدانیت، د قبر عذاب، جنت او دوزخ، خیر او شر، د میراث او طلاق مسایل او نورو په اړه په قرآن کریم او احادیثو کې واضح آیاتونه او احکام موجود دي او دا احکام به تر قیامته پورې یوشان وي،خو هغه اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او ټولنیز مسایل چې په قرآن او احادیثو کې یې په اړه واضح حکمونه نشته، نو ددې مسایلو په اړه بیا د هغه وخت اسلامي مجتهدینو، مفسرینو، فقهاؤ او نورو ددین علماؤ د شرایطو او زمان په نظر کې نیولو سره تشریح ورکړې او فتوا یې په اړه صادره کړې ده.
مجتهدین او فقها د سن پوخوالي، د علم زیاتوالي، د حالاتو د تغیر والي، د ځاي او وخت د تغیر په اساس لیدلي چې ددوی فتوا د مسلمانانو لپاره د مشکلاتو د حل په ځای د هغوی ستونزې زیاتوي نو خپله فتوا یې بېرته اخیستې او په ځای یې خپل نظر بدل کړی دی. دا کار امام ابو حنیفه، امام شافعي، امام غزالي او نورو سترو علماؤ کړی.
یوصف قرضاوي د اسلامي نړۍ ستر فقهي او مجتهد عالم پخپل کتاب کې چې په فارسي کې د”اولویت های دیني “په نوم دی، د هغو مسایلو په اړه چې په قرآن او احادیثو کې ورته اشاره نه ده شوې،په ډېر وضاحت سره بیان کړی، هغه وایي چې کله امام شافعي مصر ته لاړو؛ نو خپلې ډېرې فتواګانې یې بېرته واخیستې او باطلې یې اعلان کړې ځکه مصر کې حالات او شرایط بل ډول و.
یوصف قرضاوي بل ځای وایي، کچېرته د اسلامي نړۍ تاریخي فقها او مجتهدین اوس موجود وای، نو ددې وخت او شرایطو په لیدلو سره به یې خپلې ډېرې فتوا ګانې بېرته مسترد کړې واې او نوې فتواوې به یې ورکړې وای.
یوصف قرضاوي وایي” اسلامي نظام ته مقلدین نه دي پکار، چې هر څه د پخوانیو فتواو په اساس ومني او تقلید ترې وکړي. هغه وایي چې دیني اصول په قرآن او احادیثو کې واضح بیان شوي او مسلمانان په هغې کې اختلاف نه لري، د مسلمانانو اختلاف په هغو مسایلو کې پیدا شوی چې هغه فروعات دي او ددین اساسي اصول نه تشکیلوي. لکه ټول مسلمانان جنت او دوزخ، د قبر عذاب،وحدانیت او نور اساسي اصول مني.
خپله یوصف قرضاوي دا مني چې انتخابات باید ترسره شي او دې کې باید تقلب او چل نه کار وانه خیستل شي، خو طالبان چې یواځې مقلدین دي او هېڅ لوی فقهي او مجتهد په کې نه لیدل کېږي، ځکه خو انتخابات د اسلام دین برخه نه ګڼي او وایي چې دا کار د کفري نظامونو برخه ده. دوی د اوسني حالاتو او شرایطو په اړه خپل فکر په هېڅ مسله کې نه وړاندې کوي او یواځې د پخوانیو مجتهدینو او فقهاؤ نظرونه تائیدوي.
راځو دېته چې د افغانستان موجود اسلامي جمهوري نظام، د اسلام ددین د اساسي اصولو پیروي کوي او په قانون کې ورته لمړی ځای ورکړی،خو د حالاتو او اوسني شرایطو او وخت له مخې یې نور ټول سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز مسایل د اسلام دین د احکامو په رڼا کې، او د حنفي او جعفري فقهې په نظر کې نیولو سره په لیکلي شکل تشریح او بیان کړي، همدغه ډول یې د نړیوالو ټولو بشري قوانینو ته د احترام په نظر کې نیولو سره سره د عملي کولو ژمنه هم کړې.
څرنګه چې مونږ په خلا کې ژوند نه کوو، او د دې بشري نړۍ برخه یو، نو مجبور یو چې د نړۍ سره یو ځای ژوند وکړو؛ کچېرته داسې ونه کړو نو د یو فقیر، بېوزله، په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي کړکېچونه کې راګیر هېواد لپاره ژوند کول ناشوني دي او بې له ورکاوي بله لار نه لري، طالبان بیا همدغه د سرتمبه ګۍ پالیسي پخپل وخت کې عملي کوله او اوس یې هم پوره پوره پلوي کوي.
راځو دېته چې طالبانو پخپل وخت کې هم ددې وړتیا نه لرله، چې حقوقي، اداري، قانوني، سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، فرهنګي او نور ډېر زیات مسایل حل کړي او ورته ځواب پیدا کړي.
وحید مژده پخپل کتاب چې د طالبانو د حاکمیت او نظام په اړه لیکلی وایي، طالبانو د ادارو چلولو لپاره د انډیوالي سیستم لرلو او د یو بل کار به یې د همدې انډیوالي اصولو په رڼا کې ترسره کول. هغه زیاتوي چې دوی د قوانینو جوړولو صلاحیت هم نه لرلو او مجبور شول چې ډېري پخواني قوانین بېرته راواخلي او عملي یې کړي چې مثال یې د ترافیکو د تنظیم قانون یادولای شو.
طالبان لا د خپل مشرتابه د ټاکلو لپاره هم کوم مشخص او لیکل شوی قانون نه دی جوړ کړی، چې څوک، څنګه او په کومو شرایطو سره باید امیر وټاکل شي. سمه ده چې په اسلام کې په عمومي ډول د یو امیر ټاکلو خصوصیات او ځانګړنې یادې شوې دي،خو څرنګه چې دوی یو خاص هویت، ژبه، فرهنګ، هېواد او وخت پورې تړلي دي، نو باید ددې لپاره لږ تر لږه څه لیکل شوي قوانین لرلای.
دوی د مشر ټاکلو پخاطر په یو ځای کې کېني او لاسونه سره پورته کوي، یو ددوی څخه غږ کوي چې د حاجي ملا صیب سره څوک موافق یاست چې مشر شي؟
څرنګه چې حاجي ملا صیب یو بانفوذه او مقتدره شخص دی، نو هر یو د احترام لپاره لاس پورته کوي او خپله طرفداري ترې اعلانوي او په دې ډول هغه شخص تر مرګه پورې ددې مشري او امارت خاوند ګڼل کېږي.
راځو دې پوښتنې ته چې طالبان تر اوسه پورې ددې صلاحیت نه لري، چې خپل اسلامي نظام د یو کتاب په بڼه ولیکي؟
علت یې دا یادولای شو چې دوی خو دیني مدارسو کې د صرف، نحو، عقاید، حفظ، قرائت او یو څه نورو دیني کتابونو نه پرته ټولنیز او ساینسي علوم د مطالعې اجازه او زحمت ځانته او خپلو شاګردانو ته نه ورکوي چې د هغوی په اړه دوی پوه شي او په اړه یې تحقیق وکړي. یو څوک چې حقوق او نړیوالې اړیکې ونه وایي نو څنګه به وتوانېږي چې د خپل خارجي سیاست په اړه ستراتېژیک پلان او قانون ولیکي.
دوی د نورو علومو په اړه عجیب او غریب نظریات لري، طالبان او ددوی پیروان نورو علومو ته کله شیطاني علوم وایي او کله ورته غربي، کمونستي او کله هم چې لږ پرې رحم وکړي، نو دنیوي علوم یې بولي. داچې اوس دوی یو څه اندازه د ښونځیو په اړه نرم او مثبت نظر خپل کړی، ددې مجبوریت په اساس یې ګڼلی شو چې دوی نړیوالو ته وښیي، چې طالبان ښونځي، پوهنتونونو، ساینسي او نورو علومو مخالف نه دي او دوی باندې باید اعتماد او باور وشي،خو په اصل کې داسې نه ده، دوی بیخي نه دي بدل شوي.

ددې لپاره چې ددوی د ذهنیت او ناپوهۍ په اړه ښه سره پوه شو یو مثال د دوی د رژیم یو ډېره غیر اخلاقي، غیر دیني او غیر فرهنګي کړنه بیانووم ،د طالبانو د رژیم دا بې شرمه او له عقله لوېدلې فیصله، چې د بامیانو تاریخي بودایي دورې بتان یې په بمونو والوځول او فکر یې کولو چې دوی هم د سلطان محمود غزنوي په شان په هندوستان کې د سومنات بت ړنګ کړو او اسلام ته یې لوی خدمت وکړو.دا یې ښه مثال یادولای شو او تر ننه پورې دوی ددې لوی خیانت بښنه هم نه ده غوښتې.
په پای کې به ووایم چې طالبان د حکومتولي، سیاست ،هېواد د اقتصاد رغولو او غوړلو طرحه، پالیسي، قانون، پلان، کنترول، اداره او نور اساسي مسایل چې د یو هېواد د ادارې او د هغه هېواد لپاره د یو نظام په اړه مهم وي، نه پوهېږي. دوی بس په وچ کلک زور او تشدد ملت او نړۍ سره روابط ساتي، او اوس یو ځل بیا په بې پلانه او بې برنامې شکل سره په زور ځان حاکمول غواړي، دوی د اسلامي نظام په تش نوم سره، چې تنها حدود او سزاګانې باید سړکونو او پارکونو کې خلکو ته ورکول شي او د کوتک او کېبل په مرسته یې د خپل وچ افراطي ذهنیت تابع کړي او بس.
ع.ح خلیل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.