The news is by your side.

ولسمشر د مډالونو ارزښت د صفر تر کچې راټیټ کړ

خبريال وېبپاڼه/ شايد داسې اونۍ نه وي چې ولسمشر غني پکې میډالونه نه وېشي خو په کورنۍ او نړیواله کچه هره ورځ افغانستان د فساد د لوږې د نورو ناخوالو يو ريکارډ ثبتوي، که ووايو چې ولسمشر بېکاره دی سات يې نه تېرېږي هم ولسمشر وايي چې نه شپاړس ساعته کار کوي نو چې دومره کار کوې داسې پرېمانه میډالونه وېشې دا د هېواد حالت ولې نه بدلیږي؟

په هېواد کې هره ورځ د يوې نوې ناخوالې سره مخ کېږو، د حکومتونه بنسټونه د خوسا کیدو حال ته روان دي او ولسمشر میډالونه وېشي، تېره اونۍ بيا ښاغلي په انګلستان کې د افغانستان سفیر زلمي رسول ته مېډال ورکړ، ښه ښاغلي زلمي رسول کومې لاس ته راوړنې درلودې، موږ د افغانستان خلکو خو چې زلمی رسول په وروستيو ټاکنیزو ناندریو کې وليد او وروسته لندن ته ولاړ بيا مو یې ولا که دده نوم اورېدلی وي.

 

میډالونه میډالونه

په مېډال ورکولو هېڅ ستونزه نه حل کېږي، ولسمشر غني هره اونۍ د يوه غاړې ته ور اوږد وي چې اوس یو مېډال وربسته کړي، نه دا خلک د مېډال حق نلري نه د میډالونو وختونه دي، موږ ته نړيوال هره ورځ د شرم میډالونه راکوي او ولسمشر اخته دی د ننه به د خپلو ډبل پاسپورټه واله و سره مسکۍ مسکۍ کېږي، خلک په څه حال دي دی په څه حال دی.

 

په کابل کې داسې ورځ نشته چې چادونه به پکې کېږي، داسې ورځ نشته چې د خلکو اولادونه به د تروريستانو، لنډغرو له لوري نه وژل کېږي، سبا به غني د کابل د ښه امنيت لپاره امرالله صالح ته مېډال ورکوي، په دې سړي کې هېڅ شک نشته.

 

مېډال هم يو ارزښت لري، يو نوم لري خو له بده مرغه د ولسمشر غني په دې ګوډه اداره کې دا ارزښت هم د سپکېدو په حال کې دی، نور هېڅ راپاتې نشول، مشران مو سپک شول ځوانان مو سپک شول، لويه جرګه مو سپکه شوه.

 

دا ارزښتونه تاريخي حيثيت لري، نه د لبنان څخه راغلي نه د نيويارک څخه، دا د افغان ملت تاريخي ارزښتونه دي په دې دا ولس راټول شوی دی، په دې باندې افغان ولس خپل ښاغلي نازولي دي، دا ارزښتونه بايد داسې د خپلې ساتېری او بېکاری د رفع کولو ونه کارول شي.

 

څه موده وړاندې ښاغلي غني د ملي ټلويزيون مشر ميخايل ته هم يو مېډال ورکړی و، د افغانستان تبليغاتي دستګاه د ځانکدن په حال کې ده او ښاغلی د دولت د مېډيا د چارو چارواکي ستايي او مېډال ورکوي.

 

نن طالبان پخپلو کمو امکاناتو د تبلیغاتو په ډګر کې د حکومت څخه غښتلي دي، پخوا به حکومت د ملکي تلفاتو راپورونه خپرول اوس طالبان د هرې اونۍ د ملکي تلفاتو راپور خپروي او پړه یې په حکومت اچوي، د حکومت چارواکي په انګلیسی نشرات کوي طالبان په پښتو، دري، انګلسي، عربي او اردو نشرات کوي، په دومره کمو امکاناتو طالبان دومره کار کوي خو زموږ ولس مشر دې ډبل پاسپورټه و ته میډالونه ووېشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.