The news is by your side.

ذهني فشار یا سټرس د ښځو پر میاشتنۍ ناروغۍ څه اغېزه لري؟

نن سبا  سټرس یا ذهنی فشار زموږ په ورځيني چارو کې هغه څیز ده، چې بېلابېلو عمرونو کې، هغه که ماشوم وي، او یا هم عمر خوړلی، خلک ورسره لاس او ګریوان دي.

خپګان او یا هم ذهني فشار بېلابېلې سرچينې لري،چې د انسان په ژوند يې منګولې لګولې، او د انسان بشپړ ارامښت یې ترې اخیستی. او تر بلې هرې ناروغۍ د انسان لپاره خورا ستونزمنه وي، دا چې خپل ځان او احساسات راسمبال کړي.

هغه څېړنه چې په ۲۰۱۴ کال امریکا کې شوې ښيي، چې په ژور خپګان اخته ډېری کسان ځوانان دي. هو بالکل، دا به ټولو ته جوته وي، چې نن سبا ځوانان کم حوصلې شوي، او ډېر ژر د هرې خبرې په مقابل کې عکس العمل ښيي.

خپګان او یا هم ذهني فشار ځينې نښې نښانې لري، چې کله مو هم په ځان کې دا نښې ولیدلې، نو د دې کوښښ مه کوئ، چې دا مساله پټه وساتئ، او یا هم رواني ډاکټر ته په تللو یې وشرمېږئ. ژور خپګان ناروغۍ ده او باید چې د نورو ناروغیو په څېر یې درملنه وکړو.

د ژور خپګان نښې په لاندې ډول در پېژندل کېږي:

۱ ـ د اروایي ستړیا نښه

د ژور خپګان یوه نښه دا ده، چې تل به ځوانان د خستګۍ، د سر خوږېدل،د زړه حرکاتو بې نظمي،د یوازې توب خوښول،له نورو سره ناوړه چلند کول،ژر غوسه کېدل ، ستوماني، زړه نا زړه توب او د نارامۍ احساس لرل ډېر زیات لیدل کېږي. دا نښې ډېری په رواني ناروغانو نښې دي، چې د خواشینۍ له مخې اوس مهال زمونږ په ځوانانو کې ډېر لیدل کېږي.

د دې لامل ده ده، چې زمونږ په ټولنه کې تر بل هر چا ځوانان کې سټرس یا ژور خپګان شتون لري.

۲ ـ د خپګان جسماني نښې

هغه کسان چې په سټرس اخته دي، ممکن له ورزش سره مینه ونه لري، او دوی تل ځان بې انرژي احساس کوي.

۳ ـ د ښځو میاشتینۍ ناروغۍ کې بدلونونه

په ښځو کې  یوه بله نښه دا هم ده، چې تل د ستومانۍ احساس لري، منفي فکرونه یې ټول ذهن ورته پېچلي وي، او ورو ورو له پخواني حالته بدلونونه پکې راځي، د نورو خبره کول پرې بد لږېږي، ژاړي، چغې وهي، او چې کله غوسي نو نه پوهېږي څه کوي. د ژر حفګان په څېر یې بښنه هم ژر وي، داسې چې یو ل به د لرګي وار درباندې وکړي، خو د لاسه به درنه بښنه وغواړي، او درته ژاړي به. د دې نښو سره یوه بله نښه دا ده، چې په میاشتینۍ ناروغۍ کې یې بدلون راځي، کېدای شي میاشتنۍ ناروغۍ ورته له ټاکلي وخت څخه ژر راشيو او یا هم له ټاکلي وخت څخه وروسته، دا ځکه چې د ښځو میاشتینۍ ناروغۍ، د ذهني حالت سره یې په بشپړه توګه مستقیمه اړیکه لري.۴ ـ د حافظې کمزوي

سټرېس په ځوانانو کې حافظه کمزورې کوي، مطلب دا چې داسې کسان به کله نا کله ورته نږدې خلک  هم نه پېژني او يا به يې نوم ترې هېر وي.

۵ـ د وزن کمېدل یا ډېرېدل

د سټرس بله نښه دا ده، چې د کمزوتیا او بې انرژي توبه سره سره د انسان وزن کې بدلونونه راځي، یا خو یې وزن له نورمال او عادي حالته ډېر شي، او یا هم د وزن بایللو سره مخ شي.

۶ـ د خوب سیستم خرابتیا

خپګان په ځوانانو کې د خوب په برخه کې خپله اغېزه ډېره کوي، او په پوره توګه د خوب سبستک ګډوډ کوي.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.