طالبانو د امريکا په امر هدفي وژنو ته مخه کړي ده!.

خبريال وېب پاڼه: د افغانستان امنيتي چارواکې وايې طالبانو امريکا سره د سولې تړون وروسته خپلو پلويانو ته امر کړی چې په کابل او ولايتونو کې مدني فعالان، ژورنالستان، امنيتي او دولتي کارکوونکي څپله موخه وګرځوي.

د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي او د ملي امنيت عمومي رئيس احمدضيا سراج نن سه شنبه چې د ۱۳۹۹ د مرغومی د نهمې نيټې سره سمون خوري په کابل کې د وروستيو ناامنيو او پيښو له امله مشرانو جرګې ته غوښتل شوي وه.

د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي غونډي ته د خبرو پرمهال وويل، وروسته تر هغی چې طالبانو د ولاياتو ځينې سيمې تر کنټرول لاندي راوستلي، دې ډلي په کابل او ولايتونو کې د مقناطیسي ماينونو په ايښودلو او په هدفي وژنو لاس پوري کړی دی.

د ښاغلی اندرابي په وينا د طالبانو نيول شوي کسان اعتراف کوي چې امريکا سره د تړون وروسته دوې په لوګر ولايت کې د (عبيده کاروان) په نوم يوه غونډه لرله چې دوې ته پکې دنده ورکړل شوي ترڅو مدني فعالان، ژورنالستان، خبريالان، دولتي او امنيتي کارکوونکي او ټول هغه اشخاص چې په اسانه توګه د موخې ښکار کيږي خپله موخه وګرځوي.

خو، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايې په ملکي وګړو بريدونه ددې ډلي کار نه دی هغه زياتوي د مدني فعالانو، خبريالانو، ډاکټرانو، او ملکي وګړو، وژل کيدل موږ پوري تړاو نه لري، خو په افغان دولت کې ځينې کسان شته چې زموږ د بدنامولو کوشش کوي او بي له شکه هغه کسان چې زموږ پرضد وسله کاروي زموږ موخه ده.

که وسله وال طالبان هر څومره د هدفي وژنو، بريدونو، او چاودنو څخه انکار وکړي خو، بيا هم په هيواد کې د روانو حالاتو اصلي لامل وسله وال طالبان دي.

د ملي امنيت عمومي رئيس احمدضیا سراج هم غونډي ته د خبرو پرمهال وويل، په تير يوه کال کې د ملي امنيت لخوا شپږ زره او سل تنه د مختلفو جرمونو په تور نيول شوي د درې زرو او شپږ سوو تنو څخه يې ډير د ترورستې پيښو په تور نيول شوي چې له جملې دوه سوه اويا تنو په هدفي وژنو کې لاس لرلو.

د هدفي وژنو او چاودنو مسؤوليت تراوسه کومې وسله والي ډلي نه دی منلی خو، د ځينو بريدونو مسوؤليت بيا وسله والو طالبانو منلی دی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro