The news is by your side.

د افغانستان لپاره ۲۰۲۰م کال؛ د سولې خبرې، د کابل ناامنۍ، چسپکي او نور

خبريال وېبپاڼه/ د ۲۰۲۰ ميلادي کال بدبختۍ او خاطرې به نړيوال هېڅکله هېرې نه کړي، په ۲۰۲۰ م کال کې نه يوازې افغانستان بلکې ټوله نړۍ د لوی ګواښ سره مخ وه او ده، خو افغانستان بيا په دې کال کې د موجودو ګواښونو او ستونزو سره سره د ځينو نورو ستونزو او ګواښونو سره هم مخ شو.

کورونا او افغانستان
د افغانستان مات روغتيايي سيستم هېڅکله ددې وړتيا نه درلوده چې دداسې يوې وبا سره دې مقابله وکړي، د افغانستان د روغتيا سيستم د ګڼو ستونزو سره مخ او دی، د کورونا ويروس د جدي ناروغانو لپاره د وېنټيلاټورونه شتون او کارول حياتي ارزښت درلود، په افغانستان کې ډېری روغتيايي کارکوونکي حتی ددې ماشين په کارولو هم‌ نه پوهیدل.

کوم ماشينونه چې د پراخ فساد په پايله کې اخیستل شوي و څوک يې په کارولو نه پوهېدل وروسته بيا داسې راپورونه خپاره شول چې دا ماشينونه پاکستان ته وړل شوي او خرڅ شوي دي.

د سولې خبرې او افغانستان
په تېر کال کې د افغانستان لپاره يو مثبت قدم ياد کړو نو هغه سولې خبرې وې، په ۲۰۲۰ م کال کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بين الافغاني خبرې پيل شوې او په طرزالعمل هم توافق وشو.

د سولې د خبرو په وړاندې ستونزې ډیرې وې، يو ترټولو زیاته مطرح خبره کې ډېری خلک ورباندې قناعت لري هغه دا وه چې ولسمشر غني د سولې د هڅو د ورو کولو او حتی د ناکامولو هڅه کوي، ځکه ولسمشر غني په دې پوهېږي چې سوله دده څخه د چوکۍ قرباني غواړي.

له بله پلوه بيا د سولې د خبرو په مسله کې د جګړې د شدت نه راکمېدل، د طالبانو له لوري اوربند ته غاړه په اېښودل هغه ټکي و چې افغان ولس يې خفه کړی و.

خو د هغه ټولو ستونزو سره سره چې بين الافغاني خبرو درلودې او لري خلک د خبرو د پيل لپاره خوشحاله دي، خلک په دې پوهېږي چې د لسیزو د جګړې ختم حتماً وخت غواړي، هغه طالبان چې بېخي يې ادرس ورک و اوس د حکومت او ان د مدني ټولنې د فعالينو د رسنیو سره خبرې اترې لري، دفتر لري او ادرس لري، دا ټول د سولې د خبرو د خبرو له لارې د افغانستان د ستونزې د حل کولو لپاره خلکو ته هيله او اومېد ورکوي.

جګړه او افغانستان
په ۲۰۲۰ م کال کې هم افغانان ترټولو زيات له جګړې څخه وکړېدل، په دې کال کې ددې په ځای چې د جګړې شدت راکم شي کم نشو، که څه ولايتونه سقوط نشول او په لويو ښارونو کې لویې حملې کمې وې خو بيا هم جګړه د افغانانو لپاره راکمه نشوه.

د طالبانو له لوري په دې کال کې د‌جګړې د کمولو خبره شوې وه، په لويو ښارونو کې بيا هم لویې حملې وشوې، خو ددې ډېری حملو مسولیت طالبانو ونه مانه، ددې حملو مسوليت داعش ومانه، حکومت ګوته طالب ته ونيوه، خو ملت په دې پوهېږي چې داعش يوه مجهوله ډله ده چې يوازې طالب ته يې منسوب کول واقعي بين کار نه دی.

د کابل نا منۍ
په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په کابل کې جنايي پېښې ترټولو لوړې کچې ته ورسېدې، په دې کال کې په کابل ښار کې د طالبانو د حملې کمی راغلی و، خو د هغوی ځای داعش نيولی و، له دې پرته په ۲۰۲۰ م کال کې په کابل په تلیفون باندې د خلکو وژل، د موټر تښتول او د چسپکي ماینونو چادونې هغه څه و چې د کابل خلک يې د کابل څخه تېښتې ته مجبوره کړل.

امنیتي چارواکي او حکومت د کابل په ساتنه په کابل کې د معمولي جرمونو په مخنیوي کې هم ناکام و.

په ۲۰۲۰ م کال کې کابل په لومړي د دوه لسيزو وروسته د راکټونو شاهد و، په دې کال کې د کابل ښار دننه څخه د کابل ښار په بېلابېلو سیمو راکټونه واورول شول او سخت زيانونه يې رامنځته کړل ځینو افغانانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance