The news is by your side.

د محسن داوړ د نوي کال په مبارکۍ کې موجود پيغامونه

خبريال وېبپاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ ټولو پښتنو ته د نوي کال مبارکي ویلې ده او ترڅنګ یې هيله‌ کړې ده چې ۲۰۲۱ م کال دې د ټولو انسانانو لپاره داسې يو کال وي چې خپلو بنسټيزو حقونو پکې لاسرسی پيدا کړي.

داوړ په داسې حال کې ټول بشر، ټولو ځپل شويو خلکو او ټولو هغه وګړو لپاره د هغوی د بنسټيزو بشري حقوقو د ورکول کېدو تمنا کوي چې پخپله داوړ او نور پښتانه د پاکستان د حکومت د سخت ظلم او نا برابرۍ سره مخ دي، داوړ او ملګري يې د پاکستان د حکومت له لوري د هغوي مدني حق يوې غونډې او جلسې ته هم نه پریښودل کېږي.

د افغان وطن لپاره د سولې هيله
محسن داوړ د افغانستان لپاره د سولې غوښتنه کړې ده، داوړ هيله کړې چې نوی کال يانې ۲۰۲۱ میلادي کال دې داسې يو کال وي کې پکې افغان وطن ته سوله راسي،داوړ ويلي چې رب دې افغانستان او ټولې نړۍ ته سوله راولي او د جګړو ټغر دې ټول کړي‌.

محسن داوړ په داسې وخت کې د افغانستان د سولې لپاره هيله څرګندوي او دعا کوي چې د افغانستان د ننه ډېر داسې نوموتي کسان هم شته دي چې د کرښې هاخوا ولاړ شي بيا افغانستان ته د جګړې اخطارونه رالېږي.

مظلومو پښتنو ته مبارکي
محسن داوړ پخپل پيغام کې د پښتنو ټولو وګړو ته مبارکي ویلې ده، ده ليکلي چې نوی کال دې هغه پښتنو هم مبارک وي چې د جګړو سره سره اوس کورونا ويروس هم ځپلي دي.

محسن داوړ د پښتنو مبارزینو ته هغه کسانو ته چې د پښتنو د حقوقو ددوی د مدني حقوقو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي هم مبارکي ویلې ده.

محسن داوړ خپلو ملګرو او د مبارزینو ته په داسې یو وخت کې مبارکي وايي چې همدا اوس هم ددې غورځنګ او ددې ډلې يو مخکښ غړی علي وزير د پاکستان د حکومت له لوري نيول شوی دی او د پاکستان د ظلم او جابر پوځ په زندان کې شپې او ورځې تیروي.

نه یوازې چې علي وزير نيول شوی دی بلکې د پښتون ژغورنې د غورځنګ ګڼ شمېر پلويان، مبارزين او فعال وکړي د پاکستان د جابر پوځ له لوري يا نيول شوي دي، يا په شهادت رسېدلي دي او يا همدا اوس ځوریږي او ګواښونه ورته کېږي.

محسن داوړ د پښتنو لپاره د يوې روښانه او داسې راتلونکې هيله کوي چې د ټولې نړۍ لپاره هغه ميلاو شوې ده، ټوله نړۍ خپلو حقوقو ته لاسرسی لري خو پښتنو ته تراوسه دا لومړی او بنسټيزه حقوق او راتلونکې هم نه ده ورکړل شوې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.