The news is by your side.

امريکا له ايران څخه هغه امتحان اخلي چې طالبان پکې ناکام شوي و

امريکا له ايران څخه هغه امتحان اخلي چې طالبان پکې ناکام شوي و

خبريال وېبپاڼه/ د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي چې د امريکا متحده ايالات په ايران باندې د بريد پلمه لټوي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير دا خبر د هغه حالت سره کامل مطابقت لري د کوم سره چې طالبان مخ و، امريکا په طالبانو هم د حملې لپاره بهانه لټوله، امریکا طالبانو ته ساده دام کېښود او په لومړي قدم کې طالبان په دې دام کې ګير شول او د امريکا هغه هيله يې پوره کړه چې د افغانستان د حملې لپاره يې درلوده.

د ايران او طالبانو د حالت مشترک ټکي دادی چې امريکا دواړو بهانه لټوله چې حمله ورباندې وکړي، ايران کلونه کېږي امریکا ته هېڅ چانس يا داسې بهانه يا پاس نه ورکوي چې حمله ورباندې وکړي، مثال د سلیمان قاسمي په وژنه کې یې هېڅ ونکړل، صرف عراق کې یې هغه امریکايي قرارګاه په نښه کړه چې مخکې يې د عراق د صدراعظم له لارې امريکايانو ته پيغام رسولی و او هغوي هم هغه اډه خالي کړې وه.

خو طالبان د ايران غوندې هوښيار نه و، طالبانو اسامه امریکا ته ورنکړ، دا ښکاره خبره ده چې اسامه هسې یوه بهانه وه، طالبانو بايد اسامه امریکا ته فوراً ورکړی وی او امريکا ته یې دا بهانه په لاس نه وی ورکړې چې حمله ورباندې وکړي، لکه دا نن چې ايران امريکا ته بهانه نه ورکوي ترکیه یې نه ورکوي ځان ترې ساتي همغسې بايد ط-البانو هم ځان ترې ساتلی وی.

خو نه، طالبانو د عقل لاره غوره نکړه، طالبانو د احساساتو، د کاذب باور او د کبر لاره خپله کړه او پايله يې دا شوه چې په افغانستان امريکا حمله وکړه او تر ننه پورې دا دي په افغانستان کې موجود دي، په زرګونو افغانان په شهادت ورسیدل، د امریکا ټاميان راغلل د هېواد ارزښتونه یې بې ارزښته کړل او افغانستان یې بيا د قومي بې انډولۍ په مرض اخته کړ.

طالبان به په جګړه کې د ځان څخه تېر وي خو د ژوند لپاره يوازې د ځان څخه تېرېدل کفايت نکوي، عقل پکار دی، ساړه ماغزه او ښه تحليل پکار دی.

طالبانو افغانستان باندې قمار وواهه، نه یې د هېواد د ساتلو توان درلود نه د مقابلې، يوه مياشت کې ېې ټول افغانستان امريکا ته تسليم کول هغه پنجابي ته وروتښتېدل چې بېرته يې جامې ترې وباسلې او امریکا ته يې تسليم کړل.

ټول ولس یې امريکا ته يوازې پرېښود، په افغان ولس باندې د امریکا ټاميان حاکم شول، د طالب په نوم د تروریست په نوم ورباندې ټلوالې زندانونه ډک کړل، هر ډول شکنجې يې ولیدې، په خپله ژبه خبرې کول ورته ګناه شول.

لنډه دا چې د طالبانو بې تدبيرۍ، ددوی باټو ټپي ټپي افغانستان ځانکدن ته ورساوه، د اشغال د هرڅه مسول هم دوی دي او‌ اوس يې ترټولو لوړه هم دوی وراچوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.