The news is by your side.

هغه ۵ علمي پرمختګونه چې په ۲۰۲۱ کال کې نړۍ ورته په تمه ده

خبريال وېبپاڼه/ په ۲۰۲۱ م کال کې به ساينس پوهان او هېوادونه تر ډېره د اقليم په مسله باندې تمرکز وکړي، په داسې حال کې چې ملګري ملتونه هڅه کوي د نړۍ د ګرمېدو درجه د کاربن د تولید د کمېدو سره کمه کړي په دې برخه د امريکا نه همکارۍ دا پروسه ځنډولې ده، تمه ده د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن بېرته د پاريس د اقليم د تړون سره یو ځای شي او د اقليم په برخه کې هغه څه وکړي چې د پاريس د اقليم تړون یې امر کوي.

په ۲۰۲۱ کال کې به د ساینس پوهانو بله هڅه دا وي چې د کورونا ويروس سرچینه معلومه کړي، تراوسه پورې ددې ويروس غوڅه سرچينه نه ده موندل شوې، تمه د ۲۰۲۱ يانې روان کال په روانه مياشت کې د ملګرو ملتونو يو روغتيايي ټيم د چين وهان ښار ته ولاړ شي او هلته د کورونا ويروس د سرچینې د پيداکولو لپاره څېړنې وکړي.

په ۲۰۲۱ م کال کې به بله هڅه بيا هم د کورونا ويروس لپاره يو ګټور واکسين جوړولو وي، که څه هم د کورونا ويروس ځينې واکسینونه په ۲۰۲۰ کال کې د حکومتونو له لوري قبول شول او په ځينې هېوادونو کې بې خلکو ته ورکول هم پيل شول خو تمه ده چې په ۲۰۲۱ کال کې ډېر با کيفيته او داسې واکسينونو ته وده ورکړل شي چې د ساتنې لپاره یې ډېرې ټيټې درجې يخنۍ ته اړتیا ونلري او په اسانۍ سره ذخیره او ووېشل شي.

په ۲۰۲۱ م کال کې يو بل ترټولو زيات غوښتونکی علمي پرمختګ به دا وي چې علمي سرچينو او معلوماتو به لاسرسی مفت شي، تمه دا د بېل ګېټس بنسټ او ځینې نور بنسټونه د ځينې مشهورو څېړنو د بنسټونو پيسې ورکړي ترڅو خپلې علمي کتابخانې د عامو خلکو په مخ پرانيزي.

په ۲۰۲۱ م کال کې به ترټولو زيات کار د بنسټيزو حجرو د تداوۍ د پرمختګ لپاره وشي، تمه ده په ۲۰۲۱ م کال کې د بنسټيزو حجرو د تداوۍ په برخه کې د تجربو لپاره قوانين اسانه شي او له دې لارې هغه ناروغیو ته تداوي پيدا شي چې تراوسه یې تداوي شتون نلري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.