The news is by your side.

ایا وینه په وینه مینځل کیږي که سوله حتمي ده؟

خبریال ویبپاڼه:له هغې ورځې چې طالبانو سره د افغان حکومت د سولې مذاکرات پېل شوي، ټول افغانان دې ته هیله مند شوي چې هېواد کې به د سرتاسري سولې له راتګ سره، د افغانانو په مخ کې پرتې ستونزې، لکه بیکاري، فقر، وژنې، مهاجرت، زورواکي، ناهیلي، د میندو او کونډو ژړاګانې، فساد او نور په لسونو لیدلې او نالیدلې بدبختۍ راکمې شي او افغانان به هم لکه د نورې پرمختللې نړۍ له پرمختګونو څخه برخمن شي.

په دې څلوېښت کلن جنګ کې او خاصتاً د طالب او حکومت په جنګ کې، هغو خلکو او سیمو ډېر زیان لیدلی، چېرته چې د جنګ لمړی کرښې واقع دي.

دا جنګ ځپلي خلک او سیمې د ژوند د اساسي اړتیاؤ، لکه پاکې اوبه، طبی امکانات، مناسبه خواړه، د اوسېدلو ځای له نه شتون سره سره، خوشحالي او خندا هم ددوی له کورنو کډه کړې.

ځینو خلک بیا د ښه او آرامه ژوند په لټه کې ښارونو ته کډه کړې، او هغوی چې په ښار کې د ژوند برابرولو او تېرولو امکانات نه لري، نو په خپلو کلیو کې یې سختۍ په ځان منلي او د ناهیلۍ ژوند تېروي.

په دې شل کلن جنګ کې په زرهاؤ کورنیو خپل د ګټې سړي له لاسه ورکړي، او کونډې او یتیمان بې سرپرسته او بې سرنوشته ژوند تېروي، د خلکو زړونه جنګ دومره سخت کړي چې د یتیمانو او کونډو په لیدلو سره، د مادي مرستو کولو خو پرېږده،چې هغوی ته معنوي ډاډ او هیله مندي هم نه ورکوي.

اوس چې د سولې خبرې پېل شوي، نو ولس ددې لپاره خوښي احساسوي چې د جنګ درېدلو سره به د نورو بېګناه افغانانو د وژل کېدو مخه ونیول شي، افغان میندې به نور د خپلو ځوانو، کوژده شوو، او نویو واده شوو زامنو په مړي ګرېوانونه نه شلوي، نور به د چا څخه واړه، د جنګ د مفهوم او معنا څخه ناخبره معصوم ماشومان نه بې پلاره کېږي.
میندې به نور د کوره روغ وتلي او یو ساعت وروسته په وینو لړلي، مړ ځوی په لیدلو، خپل مخونه نه وهي او په سر به خاورې نور نه بادوي، او ځکه نو نور افغانان سوله غواړي او د جنګ څخه بیخي ستړي شوي دي.

دا یو منل شوې خبره ده چې جنګ وېره خپروي او وېره بیا د انسان تخلیقي وړتیاوې له مینځه وړي، انسان غمجن کوي او د روحي فشار سره یې مخامخ کوي، جنګ انسانان سخت دریځي ته هڅوي. انسانان بیا له یو بل سره د مینې او عاطفي اړیکو ټینګولو په ځای، یو بل څخه نفرت کوي او هر چاته بیا د شک په سترګو ګوري، په جنګي محیط کې انسانان په یو بل باندې بې باوره کېږي او چاسره د زړه غوټه نه شي خلاصولای.

زمونږ په هېواد کې جنګ له څلورو لسیزو راپدیخوا میلمه دی، دې شوم او بدرنګه مېلمه، زمونږ خوښي، آرمانونه او هوساینه راڅخه لوټلې او غلا کړي دي.
دې بدبخته جنګ، مونږ د یوې محمدي کلمې ورونه، د ګډ تاریخ او فرهنګ لرونکي افغانان،سره جلا کړي یو او یو د بل وینو تویلو ته یې چړې او ټوپکې په لاس درولي یو.

دا روان جنګ، زمونږ د خاورې او ولس داخلي او بېروني دښمنو پر مونږ تپلی، دې ناځوانه او نامسلمانه دښمن، مونږ یواځې د جنګیالیو او توریالیو په نومونو نازولي او کارولي یو.

دوی دې کور ته د سولې د راتګ دروازې کلکې تړلي او د سولې مقدس نوم یې زمونږ په افکارو کې سپک راپېژندلی دی، پداسې حال کې چې الله ج د جنګ پرتله سوله د مسلمانانو لپاره مقدسه او ویاړلې تعریف کړې ده.

جنګ یوه شومه انساني پدیده ده او د انساني او اسلامي ارزښتونو د تباهۍ بدرنګه او ورانوکې سلاح ده، چې شیطاني قوتونه یې هغه وخت د انسانانو په ذهن او وجود کې خپروي، کله چې دوی د الله ج څخه لرې شي او د چوکۍ، قدرت، پیسو، او دنیوي جاه وجلال او جمال په لومو کې راګیر شي.

افغانانو کې مشهوره اصطلاح ده، وایي چې سل کاله جنګ وکړي، خو په پای کې سوله کوي.
مونږ پخپلو کلیو او ګاونډ کې په لسهاؤ داسې کیسې او داستانونه لرو، چې یو چا د چا ځوی یا پلا وژلی، د جنګ ښکېلو غاړو به سره یو له بله د وژلو انساني پورونه اخیستي وي، دا دښمنۍ به سلو کلونو ته غزېدلي وي، لمسیانو او کړوسیانو به هم خپله برخه په کې اخیستې وي؛ خو په پای کې بیا هم دوی مجبوره شوي او پخپلو کې یې دا د نیکونو شخړې د خبرو له لارې هوارې کړي دي.

یو مشهور متل دی، وایي وینه په وینه نه پاکېږي، وینه په اوبو پاکېږي.
دا متل تل زمونږ جرګه ماران هغه وخت کوي، کله چې دوی د جنګ ښکیلو غاړو باندې ګرځي او سولې کولو ته یې هڅوي. مرکچیان دوی ته د جنګ د بدو پایلو مثالونه ورکوي او د سولې په ارزښتونو یې خبروي.
د جنګ ښکېلې غاړې که هرڅومره یو د بل سره بد کړي وي،یو بل ته یې د سر لوی تاوانونه اړولي وي، خو یواځنی لاره ددې شخړو د حل، سوله لیدل کېږي او بس.

هر څومره چې سوله ژرر وشي هومره یې دواړو خواو ته ګټې ډېرې دي، او که هر څومره سوله ځنډېږي، هومره به د انساني، مادي او معنوي تلفاتو زیانونه زیاتېږي.
سمه ده چې هر لوری به خپل ځان معصوم ګڼي او ملامتیا به نه مني، خو پرته د دې چې د “تېر په هېر” اصطلاح ته ارزښت ورکړي بله چاره نه لري.
دوی باید مخته وګوري او شاته یواځې ددې لپاره وګوري، چې د پېښو او جنګونو د عواملو نه زده کړه وکړي، چې بیا دا ډول انساني ناورینونه رامینځ ته نه شي.
د جنګ او سولې اصطلاح ګانې یو د بل معکوس حالتونه دي، که جنګ نه وي؛نو سوله بیا مفهوم او معنا نه ورکوي.
یو ځل جنګ رامینځ ته شوی، چې په پای کې بیا سولې ته اړتیا پېښه شوې.
دا دواړه پېښې او حالتونه د انساني فطرت برخه دي. خو یو یې وژل، تړل، وهل، وینه تویول، خفګان، ژړا، ناهیلي، نفرت، بدي، لرې والی، په شاتګ، جهالت او نور بد ټولنیز، فرهنګي او اقتصادي زیانونه مینځ ته راوړي؛ خو بل یې( سوله) بیا ورورګلوي، هیلې، خوښي، مینه، خندا، دوستي، پرمختګ، پوهه او ټولنیز او اقتصادي ثبات مینځ ته راوړي.
نو ښکاره خبره ده چې انسان فطرتاً دا نه خوښوي چې وژاړي، خفه دې وي او یا دې ناهیلی وي، خو دا ضرور بیا خوښوي چې خوښ او باثباته ژوند دې ولري.

انسان که هر څومره په خپل دښمن باندې برلاسی او بریالی هم واوسي، نو بیا هم یو وخت داسې راځې، چې دی پخپلو کړو ظلمونو پښېمانه شي او د وجدان ملامتیا او عذاب یې خوب او آرام ژوند ته نه پرېږدي، دی که وغواړي یا ونه غواړي، دا احساس کوي چې دا لاره بدله کړي او هغه ورک شوی خوب او آرام ژوند لټولو پخاطر، په متبادله لاره چې سوله ده فکر او غور وکړي.

اشوکا د هندوستان د موریا کورنۍ یو نومیالی پادشاه تېر شوی. هغه ډېر جنګونه او فتوحات وکړل، لویې سیمې یې تر واک لاندې راوستې، د اشوکا پاچا د واک لمن تر اوسني افغانستانه هم رارسېدلې وه. هغه له قتل او قتاله خوند اخیستلو او د ماتې خوړلو هېڅ ډول وېره یې په فکر کې نه تېرېدله. خو یو ځل ده د اوسني بنګله دېش په کالینګا سیمه کې یو خونړی جنګ، د دښمن سره وکړو، ده په دې جنګ کې تر یو لک زیات خلک ووژل، دلته ډېر ماشومان او ښځې له مینځه لاړې، د جنګ کرارېدلو او د دښمن لا ماتې وروسته، اشوکا پادشاه په ډېر غرور سره، پخپل آس سپور، د تېرشوي خونړي جنګ د میدان د حالاتو لیدلو ته راغی، ده د جنګ په میدان کې د ډېرو وژل شوو انسانانو مړي، دوینو روانې ویالې، د مرستې غوښتونکو زخمیانو آوازونه، د میندو په غېږ کې د مړو شویو وړو ماشومانو معصومې څهرې او د میندو ناهیلي او په سترګو کې د وېرې او ژړا اوښکې او د جنګ نور بدرنګه پاتې شوي آثار ولیدل، نو یو ناڅاپه د اشوکا په زړه کې یو د وېرې او پښېمانۍ دریاب را وخوټېده،له ځانه یې هر شېبه پوښتل چې ما څه وکړل؟
د کالینګا سترې فتحې او د دښمن ماتې، اشوکا هغه شان خوښ نه کړو، څنګه به چې پخوا و. دده په فکر کې یو تحول او بدلون راغی، اشوکا نور جنګ نه خوښولو، ده ځان ملامت لیدلو، نو یې خپلو ملګرو ته وویل، چې ماته داسې مذهب یا لاره راوښئ چې زه د انسانیت د وژلو په ځای د انسان خدمت او ساتنه وکړم. هغه و چې بیا د بودها د مذهب کلک لاروی شو او تر افغانستانه یې دا د هغه وخت چې د امن او وروګلوی مذهب و راورسولو. اشوکا ځکه دا دین غوره ګړو چې بودایي دین کې د هېڅ ژوندي مخلوق وژل روا نه دي. وینو چې په پای کې دا ظالم، خونخوار او بېرحمه پاچا، نور د امن او سولې لاروی شو. تاریخ داسې ډېرې کیسې لري، جنګ یو ورځ نه یو ورځ، د خپلو بدو تاثیراتو او پایلو پرېښودلو په اساس، دا فطرتاً امن خوښونکی انسان د خپل ځان(جنګ) څخه متنفره کوي او سولې ته یې په پناه وړلو مجبوروي.

نو په پای کې دا ویل اړین بولم او هر افغان او مسلمان ته وایم، چې یو وار د انساني جنګونو، که هغه زمونږ شاو خوا واقع شوي او یا د نورو قومونو په تاریخ کې ثبت او لیکل شوي مشاهده کړي او وېلولي، نو وبه ویني چې د انسانانو تر مینځ دا ټول جنګونه په سولې کولو سره پای ته رسېدلي، په اوسني معاصر تاریخ کې د نړۍ لمړی خونړی جنګ او یا دوهمې نړیوالې ناوریني جګړې ته، سولې د پای ټکی کېښود او نړۍ یې د امن په تحفه ونازوله.
زمونږ د هېواد دا څلوېښت کلن انساني ناورین د ختمېدلو او درېدلو یواځنۍ لار سوله ده او پرته ددې بله هېڅ لار نه ده راپاتې.

ع.ح.خلیل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.