The news is by your side.

مرتضوي وايي سږ کال د امارت د زوال کال دی

خبريال وېبپاڼه/ په افغانستان کې ۲۰۲۱ کال په داسې حال کې پيل کېږي چې د سولې بین الافغاني خبرې به هم پینځه ورځې وروسته بيا د پاتې ځای څخه پيل کېږي.

پوهان او مشران سپارښتنه کوي چې د افغان سولې لپاره باید مناسبه فضا رامنځته شي دواړه لوري په خپلو ادبياتو په خپلو خبرو کې کارونکو کليمو ته پام وکړي ترڅو ددښمنۍ حس او روحيه کمزورې شي او د باور فضا ته يو بل قدم ورنېږدې شو.

خو د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ مرستيال وياند او په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار په ټویټر کې ليکلي چې سږ کال به د امارت د زوال کال وي.

طالبان په رسمي ډول په بين الافغاني خبرو کې د امارت نوم نه وړاندې کوي، تر اوسه چې څومره مرکې ددې ډلې وياندويانو او مشرانو کړې دي نو په ټولو کې دوی دا خبره واضح کوي چې طالبان تر نوم زيات د قانون او اصولو په هکله ټينګار کوي، طالب وياند تېر ځل هم وويل چې ددوی لپاره دا مهم‌نه ده چې د نظام او حکومت نوم دې امارت وي يا اسلامي جمهوريت بلکې کله چې د قانون په هکله سلا وشي او اسلامي قانون باندې دواړه ډلې سلا شوي نو په نوم ټاکلو کې به بيا دومره ستونزه شتون ونلري.

خو د ولسمشر سلاکار او ځینې نور حکومتي چارواکي بيا په پرلپسې ډول د امارات د زوال ډول وهي او د جمهوریت د بريا، همدا نن د ولسمشر سلاکار شاه حسين مرتضوي پخپل ټوټير کې ليکلي چې ۲۰۲۱ م کال به د جمهوریت د استحکام او د امارت د زوال کال وي.

لومړی خو دا ادبيات د سولې د روحيې خلاف دي، موږ اوس بايد د ټکر لاره او خبرې پرېږدو د جوړجاړي ادبياتو ته مراجعه وکړو، که مرتضوي او صالح د امارات د زوال توپونه ولي نو د طالبانو څخه به بيا څه تمه وي، هغوی به هم دې ډول ادبياتو ته مراجعه کوي او د کابل د فتحې اعلانونه به کوي.

په دوهم قدم کې د کوم جمهوريت يادونه چې مرتضوي کوي هغه د جمهوريت تر نوم لاندې چوريت دی، مرتضوي پخپله د ۹۱ کوډ څخه په مليونونه افغانۍ ترلاسه کوي، دده په شان نور حکومتي چارواکي همدا ډول په مليونونو افغانۍ ترلاسه کوي، تر ځان يې سيمټي دېوالونه ناو کړي، په زرې موټرو کې ګرځي، دا امتيازات دوی په سوله کې هېڅ وخت نشي ترلاسه کولي.

خو دوی بايد نور په دې ملت رحم وکړي، که یې ونکړي نو په دې شر جوړونه کې به دوی هم سر وخوري، څه یې چې تراوسه خوړلي ګټلي او ذخیره کړي په همغه‌دې قناعت وکړي او نور دې د خپل حرص غلامي پریږدي.

دا لوی ظلم دی چې دوی دې خپل عيش او عشرت د افغانستان د‌ولس په وینو پوره کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.