The news is by your side.

عمران خان په سياسي جامو کې د پوځ استازی

عمران خان په سياسي جامو کې د پوځ استازی

خبريال وېبپاڼه/ عمران خان د پاکستان یو له هغه سياستوالو څخه دی چې د قدرت په حرص کې سيال نلري، هغه چې څنګه په پاکستان يو څه مطرح شو نه په لېوني ډول یې د واک لپاره هرې خواته لاس اچوه.

عمران خان د واک ته د ترلاسه کولو او د صدراعظم د نوم د خپلولو لپاره د پوځ له لوري وړاندې شوې تګلارې ته په پوره ايماندارۍ غاړه کېښوده او په ډېر اخلاص یې د پوځ ترلاس لاندې صدراعظمي ومنله او همغه و چې پوځ دی واک ته ورسوله.

عمران خان اوس په پاکستان کې د بل هر سياستوال په نسبت او د تېرو صدراعظمانو په نسبت د پوځ سره ډېر جوړ دی، دا ځکه چې دی د اول څخه د پوځ تابعدار و.

د عمران خان څخه وړاندې ډېری سياسي حکومتونو کم تر کمه د پوځ څخه کله کله شکايت کاوه چې په هر شي کې مداخله کوي خو اوس عمران اخته دی پخپل لاس هغه عملي کوي چې پوځ ورته وايي، اوس نو پوځ مداخلې ته اړتيا نلري ځکه مستقيم عمران خان د پوځ د خوښې لاره تعقيبوي.

د مثال په ډول پوځ غواړي رسنۍ په کامل ډول په خپل واک کې راولي او د رسنیو خپلواکي سلب کړي، عمران خان په دې لاره کې پوره عمل کوي او د رسنیو د سانسور لپاره نوی قوانين وضع کوي، په دې هېواد کې رسنۍ اوس بېخي اصول نلري، يانې د پاکستان رسنۍ اوس د پوځ بې تربيه وياندویانې دي.

هېڅ هغه خبر چې د فساد ضد وي، د ظلم او فساد د رابرسېره کیدو وي په رسنیو کې نه خپرېږي، هغه خبريالان چې د خبريالۍ اصولو ته ژمن وي يا په نښه کېږي يا د کار څخه شړل کېږي او يا هم د پاکستان څخه شړل کېږي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان اوس د پوځ پاليسي د حکومت او سياست له لارې ډېره دقيق عملي کوي چې له همدې کبله پوځ په کامل ډول دده تر شاه ولاړ دی.

د ډېرو خلکو شاید دا تمه وه چې عمران خان به د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کوي، ځکه عمران خان پخپله پښتون دی، يا دا فکر هم موجود و چې عمران خان به د افغانستان په هکله هم یوه سمه پاليسي وټاکي خو ددې فکرونو خلاف عمران د پوځ لاره داسې تعقيب کړه لکه يو کس چې بايد د خپل خالق لاره تعقيب کړي.

د عمران خان حکومت پخپله او ددې هېواد پوځ همدا اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ ځپي د هغوي غړي نيسي په قبايلي سيمو کې د پښتنو قتلونه تر بل هر وخت زيات شوي دي عمران خان نه يوازې چې ددې خلاف کومه خبره نکوي د شويو پېښو د څېړنې ملاتړ نکوي بلکې پخپله په دې کار کې شريک دی او پښتنو د افغانستان په حق کې د پوځ هره جفا مني.

په لنډو ټکو کې ويلی شو چې عمران خان په سياسي جامه کې د پوځ استازی دی، عمران خان اوس په کامل ډول د پاکستان ملکي‌ حکومت پوځي کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.