The news is by your side.

په بلخ کې د طالبانو د ګواښ له ويرې يو روغتون تړل شوی.

خبريال وېب پاڼه: د بلخ د عامې روغتيا سرپرست رئيس وايې، د يوې مياشتې راهيسې د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ روغتون د طالبانو د ګواښ له ويرې ټړل شوي دی.

د بلخ د عامې روغتيا رياست د سرپرست رئيس په وينا، امنیتې ځواکونو په ياد روغتون کې يوه امنيتي دستګاه جوړه کړي او په روغتون کې ميشت دی. له دي امله وسله والو طالبانو د روغتون پرسونل ( کارکوونکو) ته ګواښ کړی ترهغه چې امنيتي ځواکونه له روغتون نه وي وتې روغتون ته دي د کار کولو لپاره ولاړ نشې.

د بلخ د عامې روغتيا رياست د معلوماتو پر بنسټ، د ليندۍ د مياشتې څخه تر اوس مهال پوري د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ پنځوس بستريزه روغتون د وسله والو طالبانو د ګواښ له امله تړل شوی دی.

د بلخ د عامې روغتيا رياست د سرپرست رئيس غوث الدين انوری وايې، د ليندۍ مياشتې په لومړيو کې د طالبانو لخوا يو ليک د دولت اباد ولسوالۍ روغتون ته ليږل شوی وه چې پکې ليکل شوي وه( ترهغه چې امنيتي ځواکونه د روغتون څخه نه وي وتلي بايدد روغتون ټول کارکوونکي د کار کولو لپاره روغتون ته ولاړ نشې او که هرڅوک روغتون ته ولاړو زموږ هدف به وګرځي).

د بشري حقونو خپلواک کميسون ساحوي دفتر وايې، په عامه ځايونو کې د امنيتي دستګاوو جوړول دوې ته د منلو وړ نه دي.

په شمال کې د بشري حقونو د ساحوي دفتر رئيس سيد محمد سامع وايې، د عامه ځايونو لکه ښوونځی، جومات، روغتون او فرهنګي ځايونو څخه د جګړي په توګه ګټه اخیستل يو غير قانونی عمل دی او د نړيوالو قوانينو خلاف دی او د جګړی داړه غاړي د عامه ځايونو څخه ساتنه وکړي.

د بلخ د پوليسو وياند عادل شاه عادل وايې، د روغتون ترڅنګ پخوا يو ځای وه چې امنيتي ځواکونو پوري يې تړاو درلود خو، اوس يې له امنيتي ځواکونو سره پدي اړه خبري کړي او ډير ژر به امنيتي ځواکونه له دې ځايه ووځي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.