The news is by your side.

هغه خبره چې حکمتيار یې وسلې پورته کولو ته مجبوره کړ

خبريال وېبپاڼه/ ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې يو له جنجالي ترينو څېرو څخه دی، هغه د افغانستان سياست ته د یوه مذهبي شعار سره دننه شو او اوس په داسې حال کې د افغانستان له سیاسي صحنې څخه د محوه کېدو په حال کې دی چې نه يې خلک په سیاست باور نلري نه په ديني روایاتو.

ګلدبين حکمتیار مذهبي سیاست ته د خپل دخول په هکله وايي چې د ځوانۍ په وخت کې وه چې دی په کندوز کې په لیسه کې په زده کړو بوخت و.

د حکمتيار په وينا چې په لېسه کې ډول ډول خلک ليدل کېدل، د ډېرو به جامې بل ډول وې کله مې په صنف کې وخت تېرېده نو پوه شوم چې د ډېرو فکرونه هم بل ډول دي.

حکمتيار زياتوي په لومړي يې هغه وخت وينه په جوش کې راغله او د جهاد فکرونه يې مغز ته ورغلل کله کې يوه کس په لېسه کې ورته وويل چې د خدای شتون راته ثابت کړه.

حکمتيار وايي کله يې چې دا خبره واورېده نو پوه شو چې په افغانستان کې د خلکو ايمانونه څومره ضعيف شوي دي، حکمتيار زياتوي په ديني مسلو کې به ئې تل په لېسه کې د محصلينو سره بحثونه کول خو چې کله یې دا پوښتنه واورېده نو پوه شو چې حالت څومره خراب دی.

ګلدبين حکمتیار زياتوي چې له دې خبرې وروسته یې پریکړه وکړه چې مبارزه او جهاد پيل کړي، حکمتيار ددې په ځای چې دا پوښتنه چې ځواب ورکول یې په یوه مسلمان باندې د بل هر انسان حق دی ځواب کړي پاڅېده او فکر یې وکړ چې افغانستان کې ډېری خلک کافر شوي دي او د‌ جګړې تابيا یې ونیوله.

د اسلام په اصولو کې دا واضح بیان شوي دي چې په یوه هېواد کې د بهرني يرغل پرته هر ډول خشونت ته لاس اچول ستر جرم دی، خو ګلبدين د دين یو حکم نقض کاوه او په دې نقض يې بيا د خپل ذهن مطابق د دين خدمت کاوه.

د ګلدبين حکمتیار غوندې کسان د اسلام څخه د خپلې خوښې برخه اخلي او په نورو سترګې پټوي، دا کار دوی صرف د خپلو ګټو لپاره کاروي، مثال یو ملا دی خپله غيبت کوي حتی بهتان وايي خو چې کله یو کس ورته وايي چې ولې په یوه کس پسې داسې خبره کوې چې د هغه خبرې په ريښتيا والي دقیق نه يې خبر نو وايي چې زه خو خبر نه يم که ريښتيا وي نو یو مفسد کې خلکو ته ورپېژندلی او که دروغ وي نو زه خبر نه وم، زه مسول او ګنهګار نه يم.

حکمتیار او طالبان هم همغاسې‌ دي، مثال طالبان په دوی نیوکه لکه په خدای نیوکه داسې بولي، دوی وايي چې ددوی ډېری علما دي، علما د پيغمبر وارثین دي او که چا ددوی علماؤ ته څه وويل نيوکه یې ورباندې وکړه نو په پيغمبر یې نيوکه وکړه او چا چې په پیغمبر نيوکه وکړه نو په خداي یې نيوکه وکړه.

چې لنډه دا مسله راټوله کړو نو مطلب دادئ چې ګلبدين او طالب غوندې خلک د فقې او دين دا خبره هېروي چې د اسلامي اصولو په بنسټ که په يو هېواد کې يو مشر نا اهله هم‌وي، فساد هم موجود وي نو په وړاندې یې پاڅون رواه نه دی.

حکمتیار دا خبره د داود له وخته تر اوسه د پامه غورځولې وه او طالبانو هغه وخت د پامه غورځولې وه کله چې په افغانستان کې هېڅ بهرنیان نه و او دوی د حکمتیار، ټلوالې او نورو په وړاندې جګړه پيل کړه او اوس هم همدې جګړې ته دوام ورکوي.

دوی له دين څخه چاقو جوړ کړی دی، پخپله ورباندې مېوه خوري خو د نورو بيا سر ورباندې غوڅوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.