The news is by your side.

هغه هېواد چې پکې د ژاولو ژول زر ډالر جريمه لري

خبريال وېبپاڼه/ د هند په سمندر کې پروت دا د څو ټاپوګانو څخه جوړ شوی هېواد د خپل عصري توب او جالبو قوانينو سره مشهور دی.

سينګاپور هغه هېواد چې هر کال يې ليدنې په ميليونونو کسان ورځي او له دې لارې په ملیارډونو ډالر ترلاسه کوي، سينګاپور د هند په سمندر کې د ماليزيا او انډونیزیا د خاورو ترمنځ پروت دی، په دې هېواد کې د نړۍ بیلابیل قومونه ژوند کوي، د سينګاپور ۷۷ سلنه خلک چينايي نژاده دي.

د سینګاپور هېواد رسمي ژبه انګليسي ده خو په ټوله کې په دې هېواد کې خلک په څلورو ژبو خبرې کوي، د جنوبي او جنوب شرقي اسيا هېوادونه د بهرنیو سیلانیانو لپاره اقتصادي هېوادونه بلل کېږي خو کله چې خبره سينګاپور ته راځي بايد خپله بټوه يو ځل بيا چک کړئ، خو ددې په مقابل چې د سينګاپور هېواد د چکر لپاره بايد يو څه بوديجه زیاته کړئ بيا په دې هېواد کې ترانسپورت، د ژوند کيفيت، خوراک او څښاک او نور هغه شيان چې تاسې پيسې ورباندې ورکوی دومره با کيفيته دي چې د پيسو حق به مو پوره ادا شوی وي.

په جنوب شرقي اسيا کې سينګاپور يو له ترټولو پرمختللو، پاکو او ښکلو ښارونو څخه دی، هر شی ډېر زيات منظم او پخپل ځای دي.

په سينګاپور کې په هغه دیوالونو لاندې چې د خلکو لپاره خلاص دي او هرځای ليدل کېږي رسم کول منعه دي، دا قانون په ۱۹۹۴ م کال کې وروسته له هغه ايجاد شو چې په دې هېواد کې يوه امريکايي ځوان د ښار په یوه مشهور دیوال رسمونه وکړل او وروسته سخت مجازات شو.

د موټر څښتن کېدل په سينګاپور کې یو ترټولو ګران او جنجالي کار دی، د يوې خوا د موټرو بیې ډېرې لوړې دي او د بلې خوا يې قانوني پروسه ډېره اوږده ده، د مثال په ډول که موټر اخلی نو پارک ځای به ورته حتماً لری، يا مو پوليس موټر هره اونۍ او يا هره مياشت موټر چک کوي چې پاک دی که نه، که مو موټر چټل وي د سختې جريمې سره مخ کېدی شی.

په دې هېواد کې يو بل ترټولو جالب بنديز هم دادی چې د ژاولو يا ساجق ژول پکې بند دي، په سينګاپور کې د ژاولو ژول او خرڅول په قطعي ډول منعه دي، ددې سبب د چاپيريال د پاک والي په برخه کې ددې هېواد د خلکو حساسيت ښودل شوی دی، ځکه ډېر داسې کسان شتون لري چې ژاولې وژويي او بيا یې وروسته په ځمکه وغورځوي، په سينګاپور کې د ژاولو ژولو جزا زر سينګاپوري ډالره ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.