The news is by your side.

د ماسک اغوستلو په هکله ناسمې عقيدې

د ماسک اغوستلو په هکله ناسمې عقيدې

ماسک اغوستل له پخوا څخه په ډېريو هيوادونو کې د مکروبونو نه لېږدېدو په خاطر دود وه. خو اوس چې د کورونا يا کويډ 19 په نامه يو ډېر خطر ناک وېروس راخپور شوى،او خلک يې ټوله نړۍ کې په بې شمېره کچه مړه کړل، نو د ماسک اغوستل د نړۍ ګوټ ګوټ کې په يوه ضروري امر اوښتى، او لا ځينو هيوادونو کې د ماسک اغوستل دومره جدي ګڼل کېږي،چې د زندان ته اچولو او جريمې ورکولو ګواښ شوى ده.

د ماسک اغوستلو په اړه ناسمې عقيدې څه دي؟

۱ـ (ماسک اغوستل د انسان بدن کې د کاربن co2په نامه مضره او خطرناکه مادې راټولېدو سبب کېږي.)

دا خبره بالکل ناسمه ده ، ځکه، که چېرې داسې خبره وه نو ، ډاکټران او نرسان چې تر ساعتونو ساعتونو پورې چې ماسک يې اغوستى وي، نو دوى به لا وختي خپل ژوند له لاسه ورکړى وي.چې داسې کومه نه ده، او تراوسه داسې هېڅ ډاکټر او نرس به نه وي چې د ماسک اچولو په خاطر يې خپل ژوند له لاسه ورکړى وي

۲ـ (د ماسک اچول يوازې د خولې برخه کې بسنه کوي)

دا خبره په پوره توګه غلطه ده، د طبي اړخه د ماسک اچول د خولې او پوزې برخه کې حتمي ده، ځکه داسې ويرسونه دي چې د پزې له لارې هم لېږدول کېږي. ماسک بايد د تاسې خوله او پوزه دواړه وپوښي.-

۳ـ ( د ماسک اغوستل کومه ګټه نه لري.)

د ماسک اغوستل د تاسې په وېروس د اخته کېدلو چانس 65%کښته راولي. نو کوښښ وکړئ، هر ځل چې غواړئ له کور څخه بهر لاړ شئ، او یا هم په داسې ځایونو کې چې د خلکو بیروبار زیات وي، واوسئو نو هرو مرو د ماسک اچول هېر نه کړئ.

کوم کسان بايد ماسک وانغوندي؟

هغه کسان چې د ماسک اغوستل ورته ښه نه دى او يا هم د ماسک اغوستل ورته ستونزه جوړوي په لاندې ډول دي:

۱ـ هغه خلک چې د ماسم اغوستلو او لرې کولو توان ونه لري لکه:فالج وهلي خلک

۲ـ-هغه ناروغان چې د نفس تنګۍ باندې اخته دي نو د ماسک اچول، ورته ښه نه دي.  چې کوندې د دوی ژوند لپاره لوی خطر پېښ کوي، او ناروغۍ یې ورزیاته کړي.

۳ـ نوي زېږدل شوي ماشوم تر پنځه کلنۍ پورې هغه ډله خلک دي چې که ماسک وانچوي هم کومه ستونزه نشته .

د ماسک اچولو پر وخت لارښوونې کومې دي؟

له ماسک اچوولو مخکې او وروسته ځينې خبرې باید په پام کې ونیسو، چې دلته به تاسو ته په ګوته شي:

۱ـ مخکې له ماسک اغوستلو لومړى بايد خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون سره پريمنځو او وروسته بيا ماسک واچوو.

۲-کله مو چې ماسک واچاوه نو ځان په دې ډاډه کړئ، چې ستاسو تنفس يې کومه ستونزه نه ده جوړه کړې.

۳- کله مو چې ماسک واچاوه نو پر ماسک د لاس وهلو څخه ډډه وکړئ. ځکه کوم مکروبونه چې ستاسو پر ماسک وي، هغه مو د لاس په واسطه د بدن نورو برخو ته لېږدوئ.

۴ـ پام وکړئ، چې د خولې یا پزې په برخه کې کوم سوری  ونه لري، ترڅو تاسو ته نکروبو او وېرسونه درشي.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.