The news is by your side.

افغان خبريالانو نوی زیږدیز کال په قربانۍ سره پيل کړ.

خبريال وېب پاڼه: د افغانستان د رسنيو ټولني د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د ( صدای غور) راډيو مسؤول بسم الله عادل ايماق  د۲۰۲۱/۱/۱ جمعه ماښام د فيروزکوه ښار کې د نامعلومه وسله والو له لوري په ډزو شهيد کړی شو.

د ښاغلی ايماق په وژلو سره د هيواد دښمانو ثابته کړه چې دوي يو ځل بيا د رسنيو کارکوونکي خپله موخه ګرځولي ده او د افغان دولت د رسنيو کارکوونکو او ملکي وګړو د امنيت په تامينولو کې پاتې راغلی دی.

ښاغلی ايماق څو ځلي په خپله فسبوک پاڼه ليکلي وه چې نوموړی د خطر سره مخ دی او دښمن دموخې ښکار ګرځیدلی دی خو افغان دولت يې د امنيت په تامينولو کې پاتې راغلو.

د افغانستان ازادو رسنيو ملاتړکوونکو ته څه وخت مخکې ښاغلی ایماق په يوه ليک کې ليکي وه( زه له خطر سره مخ يم زموږ کور ته نامعلومه وسله والو لاسی بم غورځولی وه، څو ځلی په ما ډزي هم شوي دي خو زه له موخې روغ وتلی یم دا خبره مې د امنيتي بنسټونو سره هم شريکه کړي ده خو هغوی غلي پاتې شوي دي) امنيتي بنسټونه د ښاغلی ايماق د امنيت په ساتلو کې پاتې راغلي او بايد د کورنيو چارو محترم وزارت د ښاغلی ايماق د وژلو په اړه ځواب ورکړي!.

د افغانستان د رسنيو ټولنه له افغان دولت او د نړيوالی ټولني غواړو چې د خپلو ځواکونو په مرسته افغان خبريالانو ته د شته ګواښ په لمنځه وړلو او د افغان خبريالانو د امنيت په خونديتوب کې مرستې وکړي.

د ښاغلی ايماق په وژل کيدو سره د وروستيو ۲ مياشتو راهيسې په افغانستان کې د وژل شويو خبريالانو شمير ۷ ته ورسيد چې افغان دولت يې د قاتلينو په نيولو کې پاتې راغلی دی.

غور ولايت د هغو ولايتونو له جملې شميرل کيږي چې خبريالې پکې د ګواښونو سره مخ ده

د خبريالانو د خوندويتوب او د ژورنالستې ارزښتونو کميټه د وروستۍ اعلاميې له مخې په وروستيو څو مياشتو کې ۱۰ خبريالان د ناامنۍ او ترورستي پيښو له امله شهيدان شوي دي.

د غور ولايت يو تن خپلواک خبريال اصف ناياب وايې، تراوسه د نړۍ په هيڅ يوه هيواد کې د نامعلومه وسله والو په بريدونو کې دومره خبريالان نه دي وژل شويشوي لکه څومره چې په وروستيو څو مياشتو کې په افغانستان کې شهيدان شول.

په وروستيو څلور مياشتو کې د څو تنو خبريالانو د وژل کيدلو اصلي لامل په دوحه کې د طالبانو سره د سولې خبرو د پيليدو سره خبريالانو د خپلي دندي ترسره کول دي چې طالبانو هم خبريالان خپله موخه ګرځولي ده.

افغانستان د سیاسي اړخه خبريالانو ته يو خونړی هيواد دی چې او راتلوونکی کال به هم خبريالان له ګواښ سره مخ وي.

خبريالان د راډيو، تلويزون، او رسنيو زړونه دي او همدارنګه د ټولني د ږغ پورته کولو اصلي منبع بلل کيږي، خبريالان د ټولنو، ادارو، وزارتونو، رياستونو او دولتونو په اصلاح کې مهمه ونډه لري چې ژوند، ځان، مال، او کورنيو ساتلو لپاره خاصه پاملرنه وشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.