خبريال وېب پاڼه: وروسته تر هغه چې په غور ولايت کې د (صدای غور) راډيو مسؤول مدير بسم الله عادل ايماق په شهادت ورسيد کابل پريس او د ژورنالستانو د دفاع کميټې د ملګرو ملتونو او نړيوالي ټولنې سربيره له مشرانو او ولسې جرګو هم وغوښتل چې د ژورنالستانو د مظلوميت غږ بدرګه او له دولت دې د رسنيو او ژورنالستانو خونديتوب لپاره د پريکنده او غوڅ اقدام په اخیستلو د ډاډمن کاري چاپيريال د رامنځته کولو سپارښتنه وکړي.
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار ژمنه وکړه چې د يکشنبې ورځي د مرغومي څوارلسمه نيټه په عمومی مجلس کې دغه موضوع په اجنډا کې شامله او تربحث لاندي ونيسې.
ښاغلی مسلميار د ژورنالستانو دفاع کميټې ته ډاډ ورکړ چې په دي اړه به د عمومی بحث وروسته مشرانو جرګه د مجلس په پريکړه کې همدې موضوع ته ځانکړی ځای ورکړي.
د يادوني وړ ده چې په تيرو څلويښت ورځو کې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې ۷ تنه ژورنالستان د نامعلومه وسله والو له لوري شهيدان شوي او په تيرو ۵ کلونو کې ۵۵ تنه ژورنالستانو خپل ځانونه د بيان ازادۍ په سپيڅلي لار کې قرباني کړي دي.
کابل پريس او د ژورنالستانو د دفاع کميټې د هيواد د ټولو رسنيو او خبريالانو څخه غوښتنه کړي ده چې له شنبې تر دوشنبې دې د قاتيلينو د نه نيولو او د رسنيو او خبريالانو د امنيت په ټينګښت کې د دولت پاتې راتلو په غبرګون کې هیڅ دولتې خبرونه نه خپروي
هيره دي نه وي چې(د خبريالانو د خوندويتوب او د ژورنالستې ارزښتونو کميټه د وروستۍ اعلاميې له مخې په وروستيو څو مياشتو کې ۱۰ خبريالان د ناامنۍ او ترورستي پيښو له امله شهيدان شوي دي).
افغانستان د سیاسي اړخه خبريالانو ته يو خونړی هيواد دی چې او راتلوونکی کال به هم خبريالان له ګواښ سره مخ وي.
خبريالان د راډيو، تلويزون، او رسنيو زړونه دي او همدارنګه د ټولني د ږغ پورته کولو اصلي منبع بلل کيږي، خبريالان د ټولنو، ادارو، وزارتونو، رياستونو او دولتونو په اصلاح کې مهمه ونډه لري چې ژوند، ځان، مال، او د کورنيو د ساتلو لپاره يې بايد خاصه پاملرنه وشي.