The news is by your side.

ستاسو وژونکی کارونه

 

تاسې په خپل ژوند کې داسې کارونه کوئ، چې ستاسو ژوند د خرابېدو په لورې بیایي، خو کېداس شي ستاسو ورته تر اوسه پام نه وي شوی، او یا هم د دې هوډ مو نه وي کړی چې د منفي پالو خلکو او منفي کارونو په ایسته کولو کې لاس په کار شئ.

مونږ تاسو ته خپل ژوند کې مو د هغو ناوړه کارونو ښودنه کوو، چې ستاسې ژوند منفي او خراب لوري ته بیایي. ستاسو وژونکي کارونه په لاندې ډول په ګوته کېږي:

له منفي پالو خلکو ناسته پاسته مه کوئ:

د هر چا ژوند بېل ده، او د ژوند غوښتنې یې هم سره بېلې دي، خو تر ټولو بد خلک هغوی دي، چې تل تاسې ناهیلې کوي، په اصل کې دوی په خپل ژوند کې ناکام خلک وي، خو په خپلو منفي ذهنونو او ناهیلي کېدونکو خبرو تل غواړې تاسو ته خنډ جوړوي.

کېدای شي تاسې به ووایي، چې داسې خلک زمونږ ژوند ته کوم خنډ نشي جوړولئ، خو پر دې باور ولرئ، چې اخر نه اخر ستاسو په ذهن خپله ناوړه اغېزه پرېږدي.

مونږ تل غواړو خپل ژوند کې بریالي خلک اوسو، خو که چېرې تاسې له منفي پالو خلکو سره ناسته پاسته وکړئ، نو د ژوند ستونزې به مو زیاتې شي.

په تېر وخت کې ژوند کول:

هوښیاران وایي:( هېر کړه ، او بیا یې په اړه فکر مه کوه).دا د ژوند اصول دي، د ځان له ځورولو لاس واخلئ. او خپل ترخه او بد وختونو یادولو ته د پای ټکی کېږدئ.

هغوی چې په ماضي کې ژوند کوي، اوس او راتلونکی یې له لاسه ورکړی. په تېر وخت کې فکر کول هېڅ ګټه نه لري، پر دې تاسې هم پوهېږي.

نو هیله ده، هر هغه څه چې تاسې ځوروي، ورنه لاس واخلئ.

خپل ژوند مو په خپل لاس د تباهئ په لور مه بیایئ.

مونږ یوه اصطلاح لرو، څه چې تېر شول هغه هېر شول، هو بالکل که مو ژوند کې دا خبره عملي کړو نو ژوند کې به مو له لویو ستونزو ژغوړلی وي.

خو دا هېرېدل باید د ده په مانا نه وي، چې مونږ خپلې تېروتنې بیاځلي تکرار کړو.

په تېر کې پاتې کېدل زمونږ د ژوند وروسته پاتې کېدو لوی لامل ده.نو د دې لامل څخه د خلاصون غوره لاره دا ده، چې د تېر په ځای په اوس کې فکر وکړو، د ژوند نېکمرغۍ او خوشحاله وخت راتلو ته لار هواره کړو، او دا یوازې او یوازې هغه وخت ممکن دی، چې غمجنې پېښې هېرې کړو.

له حده ډېر فکر کول:

له حده ډېر فکر کولو په خپل ذهن راوړل او ځانته د سټریس پیدا کولو په مانا ده.او کله چې د سټریس په ناوړه ناروغۍ اخته شئ، نو تر دې حده له ژونده مو زړه تورېږي، چې یوازې غواړئ ژوند مو پای ته ورسېږي.

په هر کار کې فکر کول ښه وي، خو نه دومره چې افراط پکې وشي او مونږ په هر واړه او تکراري کار کې فکر وکړو، هره خوا یې وسنجوو، او خبره کې خبره راوباسو، اخر مو سر باندې درد شي.

چمتو کوونکې: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.