خبريال وېبپاڼه/ د هېواد په شمالي ولايت بلخ کې ددې ولايت پخواني والي د ايران د خونخوارو ملېشو او سپاه پاسداران قومندان قاسم سلیماني د وژنې ياد غونډه جوړه کړې وه.
دا ډول غونډې د افغانستان ترڅنګ په هغه هېوادونو کې چې د ايران نفوذ پکې زيات دی هم نيول شوې وې، په عراق کې چېرته چې قاسم سلیماني هلاک شو هم ددې قاتل ياد غونډه جوړه شوې وه، د عراق ترڅنګ په لبنان او سوريه کې هم د سلیماني په ياد کې د ملېشو له لوري غونډې جوړې شوې وې.
ولې په افغانستان کې؟
افغانستان يو له هغه هېوادونو څخه دی چې د ايران د مذهبي سياست دروند قيمت ادا کوي، په ۹۰ مو کلونو کې ايران د همدې هلاک شوي قاسم سلیماني په مرسته د افغانستان په جګړه کې مستقيمه مداخله کوله، دوی په افغانستان کې د جګړې په اور باندې تېل شيندل، همدې سلیماني ټلوالې ته وسلې ورکولې، پنجشېر ته تللی و، ده د ټلوالې سره هر ډول مالي او پوځي مرستې کولې.
نه يوازې چې ايران د همدې قاسم سلیماني په لاس د ټلوالې ملاتړ کاوه بلکې د نورو شعيه ګوندونو سره يې هم مرسته کوله، هغوي يې هم په افغانستان کې جګړې ته تشويق کول، همدا اوس هم د هغه شیعه ډلو چې افغان ضد دريځ لري قبله تهران ده.
اوس چې په نسبي ډول د هېواد چارې د سلیماني د استازو څخه لرې دي بيا هم سلیماني د خپلو لاسپوځو په ذهن کې دی، اوس هم د ايران امرونه په ټلواله راحت چلېږي.
خبره د ټلوالې زياته حکومت ته راجع ده
لکه څنګه مو چې په پورته ليکنه کې بيان کړل چې ټلواله او ځینې نورې شيعه مذهبي ډلې د پخوا څخه د ایران لاسپوڅي دي نو ددوی څخه ددې ډول کړنو ليدل دومره حيرانونکي نه دي څومره چې د افغان حکومت له لوري ددوی په هکله د خاموش پاتې کېدل دي.
افغان حکومت څه ډول اجازه ورکوي چې د یوه داسې قاتل او جاني ياد غونډه په افغانستان کې وشي چې د زرګونو افغانانو قاتل دی، فرصت طلبه سلیماني په زرګونو افغان کډوال د سوريې وحشي جګړې ته واستول چې ډېری یې مړه سول.
همدې قاسم سلیماني د فاطمیون تروريستي ډله جوړه کړه، د شيعه مذهبي روباټانو جوړه دا ډله همدا اوس د افغانستان لپاره یو امنیتي تهدید دی، داسې یوه ډله چې د افغانستان ضد ذهنيت لري، داسې یوه ډله چې ددوی قومی مشران په ښکاره وايي چې د ایران ګټې د افغانستان له ګټو څخه ورته ډېر ارزښت لري قاسم سلیماني جوړه کړه او په دې ملت يې بلا کړه.
پخوا به د يادونو او لاس ښکلولو لپاره د ټلوالې ټلواليان ايران ته تلل او د شیعه ګانو د ارادې اشغال کوونکي مشران به قم ته تلل اوس يې په ښکاره په افغانستان کې دا ډول غونډې نيسي خو افغان حکومت يې سيل کوي.