The news is by your side.

د فساد په تور تر ۶۰ ډير دولتي مامورين نيول شوي.

خبريال وېب پاڼه: افغانستان چې د نړۍ د هغو هيوادونو ليست کې ځای لري چې فساد پکې اوج ته رسيدلی دی، د افغانستان د فساد سره د مبارزې اداره چې څو ځله يې د فساد سره يې د مبارزې جدې غوښتنه کړي وايې، که افغان دولت په ريښتينې توګه له فساد سره مبارزه ونه کړي او فساد کې ښکيل دولتي او غير دولتي چارواکي د قانون منګلو ته ونه سپاري افغانستان به د اقتصادی بحران سره مخ شي.

همدارنګه ملګرو ملتونو، د بشري حقونو خپلواک کميسون، او نړيوالی ټولني هم له افغان دولته د فساد پر وړاندی د جدې مبارزې غوښتنه کړي ده.

نړيواله ټولنه وايې، په افغانستان کې فساد ورځ تر بلې په زياتېدو دی چې د نړيوالو په همکاريو او مرستو يې هم اغيزه کړي نړيوال وايې که چيرې افغانستان کې فساد کنټرول نه شي دوې به له افغانستان سره خپلي مرستې کمي کړي.

د نشه يې توکو سره د مبارزې عدليې او قضايې مرکز راپور ښيې چې ددې مرکز محکمو د روان لمريز کال د تلې، لړم، او ليندۍ مياشتو کې د نشه يې توکو (۲۳۵) قضيې څېړلي او له دې قضيو پوري اړوند (۲۷۸) تنه يې په بند محکوم کړي دي چې له جملې يې ۶۲ تنه دولتي مامورين دي چې د نشه توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي

د افغانستان د بيارغونې د څار بنسټ( سيګار) راپور ښیې چې افغان دولت په ځينو وختونو کې د پوليسو هغه قومندانان په لوړو دولتي چوکيو په تېره بيا د نشه يې توکو سره د مبارزې په برخه کې په دندو ګمارلې چې له پخوا د نشه يې توکو په قاچاق کې يې لاس درلود.

د کابل د امنيه قومندانۍ د نشه يې توکو سره د مبارزې مدير په ۱۳۹۹ لمريز کال په لومړيو کې د نشه يې توکو د قاچاق کوونکو د يوې شبکې د مشرۍ په تور په بند محکوم شو.

د نشه يې توکو سره د مبارزې وزارت پخوانی معين محمد ظريفي وايې، د نشه يې توکو سره د مبارزې چندان پياوړې اراده او ژمنه نشته همدا لامل دی چې د نشه يې توکو کاروبار ورځ تر بلې ډيريږي.

ښاغلی ظريفی زياتوي،((د افغانستان دولت له پخوا څخه بیا تر اوسه پورې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې جدي تعهد نه درلود، ځکه که جدي مبارزه شوې وای اوس به د نشه يي موادو د قاچاقو کچه دومره نه لوړېدای. د طالبانو په ګډون يو شمېر مافيايي ډلې له نشه يي موادو څخه ګټه اخلي، خو له نشه يي موادو سره مبارزې ته هيڅوک هم زړه نه ښه کوي او دا کار د افغانستان د بدنامۍ سبب شوی دی. نشه يي مواد هم د افغانستان په دننه کې او هم له هېواد څخه دباندې د انسان روغتيا ته زيان رسوي.))

له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې پر افغان دولت انتقادونه په داسې وخت کې راپورته کېږي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له حکومت سره د نړيوالې ټولنې همکاري د پخوا په پرتله کمې شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.