The news is by your side.

که سوله وشي، طالبان به د تاریخي او فرهنګي اثارو دښمني پرېږدي؟

خبریال وېبپاڼه/ سره له دې چې وسله والو طالبانو د خپل حکومت پر مهال د هېواد ملي تاریخي او فرهنګي اثار زیانمن کړي او په ډېره بې رحمۍ یې له دغو اثارو سره دښمني پاللې، خو اوس دا اندېښنې موجودې دي چې که سوله وشي طالبان به د تاریخي او فرهنګي اثارو دښمني پرېږدي او که نه.

 د تاریخي او فرهنګي میراثونو د خوندیتوب د نړیوالې موسسې مشرې شرل بننارد ویلي، چې طالبانو د خپل حکومت پر مهال د افغانستان ګڼ تاریخي او فرهنګي اثار له منځه یوړل او اوس د سولې خبرې روانې دي نو ددې اړتیا ده چې دغه ډله د افغانستان د تاریخ او فرهنګ د خوندیتابه په برخه کې خپله ژمنتیا وښيي.

نوموړې ویلي، د سولې د خبرو په جریان کې د تاریخي اثارو ساتنه او په دې اړه د طالبانو ژمنه اخیستل باید د اجنډا برخه وي، ځکه په وینا یې د تاریخي او فرهنګي اثارو خوندیتوب د ملي هویت خوندي ساتل دي.

هغې ویلي په افغانستان کې د اسلامي دورې او تر اسلام د مخه دورې مهم اثار شته دي چې د جګړو، طبعي پېښو، کمزوري اقتصاد او مافیايي کړیو د موجودیت له امله له خطر سره مخ دي او باید نړیوال یې ساتنې او خوندي کولو ته جدي پاملرنه وکړي.

که څه نوموړې ټینګار کړی چې د سولې خبرو کې باید د تاریخي او فرهنګي اثارو په ساتنه بحث وشي، خو په طالبانو هیڅ باور نه دی پکار چې له دغو اثارو سره دښمني دې پرېږدي، ځکه دغې ډلې تل هڅه کړې چې د پردیو په اشاره د افغانستان هر ډول ملي شتمنۍ ته زیان واړوي.

بل خوا افغان حکومت کې دننه یو شمېر کړیو د تاریخي او فرهنګي اثارو قاچاق او خرڅلاو ته ملا تړلې ده، په اکثره ولایتونو لکه بامیان، غزني، سمنګان او لوګر کې د داسې مواردو راپورونه ورکول شوي چې حکومتي چارواکي د دغو اثارو قاچاق او خرڅلاو کې لاس لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.