The news is by your side.

ښاغلى غني په څه اخته دی؟

خبریال ویبپاڼهاشرف غنيد کابينې په جوړرولو؟ د افغانستان په جوړولو؟ په يوه سر د خپل يوه سري دولت په جوړولو او که خداى مه کړه د افغانستان په ورانولو او د پښتانه په ورکولواخته دی ؟

دا خبره ځکه کوو چې ډاکټر غني نن سبا لګيا دى په خپل سر په داسې حال کې کابينه جوړوي  چې پښتانه؛ دا چې د ده اصلي راى ورکوونکي؛ ملاتړي او د ده د ووټ تر ټولو لوى ونډ؛ يا يواځينى ووټ بېنک دى ډير انديښمن دي ځکه چې له يوې خوا د ده دواړه مرستيالان نا پښتانه دي.

له بل پلوه له ده ورتاو دزر کلن شې باباد ارګ په ډالري  مياشتينيزه معاش پايدونکي ښايي ولسمشر ته د پښتنو اندېښنې نه رسوي .

او د ده د همدې ارګ معاشوزر کلن شې باباد ډلې ډير مشران او چارواکي په ارګ کې ناست نا پښتانه ستمېان دي.

په داسې شرايطو کې چې ډاکټر صېب غني کومه کابينه راولي  ښکاره ده چې

پښتانه به هغې کابينې ته انديښمن وي او په دې به نه پوهيږي چې د داسې کابينې په جوړښت کې به څومره کسان تش په نامه نه؛ بلکه په يوه رشتيني فکر اوشعور سنبال داسې پښتانه وي څوک چې به نه يواځې په پښتو ژبه بشپړ پوهيږي بلکې ددې لوېې ملي ژبې  جوت قانوني حق به غوښتلى شي ؟ او په لويه کې به د افغانستان دننه د پښتنو د روا انساني حقونو او ورسره جوخت د افغانستان د نورو ټولو ورونو قومونو د انساني؛ ولسواکو او قانوني حقونو په ارزښت به هم پوهه وي؟

نو ځئ چې د همدې انديښنو سره د يو لړ متوقع بدو او ښو سناريوګانو په رڼا کې د ډاکټر صېب غني او افغان ولس او تاريخ سره حساب ته کښينو:

لومړنۍ سيناريو!

په سر کې  به عبدالله عبدالله لږ تر  لږه څلويښت سلنه واخلي؛ دا ټول به د لطيفپدرام کيموفلاج شوى ګروپ وي. که چېرته عیدالله ځیني پښتون دښمنه پښتانه ته کومه څوکۍ ور هم کړيهغه به تر ټولو ډېر ضرر پښتنو ته اړوي

ورپسې به بيا په ايران پاللي کيمو فلاج شوي ګروپ کې دښاغلي سرور دانش ډله خپله شل سلنه ونډه د ډاکټر غني نه د ده سره د ملګرتيا او مرستيالۍ په بدل کې واخلي او نيغه به ېې ايران ته ورکړي.

بيا به همدا لوبه ښاغلى امرالله صالح وکړي او ډاکټر غني ته به له ورپاتې څلويښت سلنې نه  يوه بله شل سلنه ښاغلى صالح د خپلې تش په نامه ملګرتيا په انعام کې وتروړي او د ډاکټر غني سره به ايله په خپلو ټولوشپېتو فيصدو کې شل فيصده پاتې شي چې دا به هم ترې د ده نه په اوسني ارګ ورننوتيشعله يانوتښتوي او په دې حساب به ده ته يواځې د ده د ولسمشرۍ څوکۍ پاتې وي او د افغانستانپښتنو ته د کورونا په دې ځوانيمرګو او زړو مرګو ورځو کې د   زرکلن  شې بابايوه پوچه او بې مانا چېغه!!

دويمه سيناري و!

که طالبان او عبدالله عبدالله سره يوشول نو بيا به عبدالله عبدالله د طالبانو سره ډير ژر ګ ډجوړ کړى دولت همداسې له پښو پرېباسي لکه شمالي ټلوالى چې دکرزي دولت له پښو وغورځولو چې دا بيا هم د افغانستان ماتېدل دي او هم د طالبانو رسوايي او ماتيدل .‌

او چې کله ښاغلى عبدالله عبداللله د طالبانو سره جوړ کړى ګډ دولت هم له پښو پرېباسي نو بيا به هلته په ډير مهارت د طالبانو سره د جوړ کړي دولت نه ځان مرور کړي خو تر وتلو وړاندې به  په طالبانو باندې لومړى کومه بله بودا ډولې لرغونې مجسمه ماته کړي بيا به پرې له افغانستانه ؛ په افغانستان کې پاتې افغان هندوان او سېکان وشړي او يو بل نکير منکر به ېې ورته د نهې عن المنکر په نوم جوړ کړی وي چې يو دوه درې درجنې تورسرې به پرې په دورو ووهي او د داسې وهلو فلمونه او ويډيوګانې به د پروپاګنډ دپاره په ټوله نړۍ کې خورې کړي ددې سره سم به طالبان د ايغور  مسلمانانو په وير لړلى مرستې ته په ټوله بې باکۍ او له هر ډپلوماټيک ارزښت او دوده لرې ور وړاندې شي او دا ځل به بيا کوم ايغورى اسامه بن ايغوري د عبدالله  عبدالله په ترغيب د اريانا افغان هواېې شرکت په ورلېږلى الوتکه کې ناست کابل ته راوستل شي او چې کله عبدالله عبدالله د طالبانو سره له ګډه دولته وتښتيد نو چين به د نړيوال زواک په مشرۍ همداسې عبدالله عبدالله ته لاس ورکړي لکه څنګه چې امريکا شمالي ټلوالې ته لاس وروړاندې کړو او بيا به د دې سره سم چين په پښتنو کې يو بل کرزى موندلى وي ؛ هغه به د عبدالله عبدالله سره په ملګرتيا د ولسواکۍ يو نوى اتل او زمرى شي خو په دى شرط چې که د طالبانو په راتلونکي دا ډول جوړ شوي دولت باندې د چين له بريده وړاندې عبدالله عبدالله روغ او ژوندى پاتى شو او دخپل هغه پخواني ملګري په شان ېې ترې  شهيد اتل جوړ نه کړو.

په دې ډول به بيا هم د دې دويمې جوړې کړې سېناريو سره سم افغانستان د چين سره د يوه نوي جنګ ډګر شي چې په پايله کې به ېې په غالب ګومان چين همداسې مات شي لکه شوروي او امريکا چې مات شول او افغانان؛ په تيره بيا پښتانه به تر دې لا دير په بده ورځ اخته کړي.

دريمه سناريو!

که چېرته هيڅ څوک د هيچ چا سره جوړ نه شول؛ نو بيا به ېې هريو په خپل سر ډنګوي اوخدای مکړه وروورو به نننې افغانستان په لويو او بيا په وړو وړو ټوکړو ويشل کېږي؛ ځکه چې بيا به لومړى تاجک؛ ازبک اوهزاره د پښتانه سره وخوري او دپښتانه سره تر خوړولو وروسته به يو دبله سره دافغانستان په شمال کې لومړى د شمال ويش ته او بيا ديو بل سره جنګ ته کښيني او دا حالت بيا هم د چين او منځنۍ اسيا په پولو کې جنګ ژوندى ساتي چې د ايغور ګڼ مجاهدين ترې پنځېدلى شي او د نړۍ دا ټوله سيمه به بيا هم ښه پوره  ناکراره وساتي او ددې  ناکرارۍ بيه به افغانستان د يوه ناپايه جنګ په بڼه پرې کوي.

څلورمه يا د ټولو د پاره ښه سناريو!

خو په دې شرط چې دا سناريو د افغانستان اوسنۍ اداره ومني !

ددې سناريو سره سم وړانديز کيږي چې ډاکټر اشرف غني دې د يوه داسې بې

پرې دولت د جوړولو په موخه د عبدالله عبدالله له « سرټمبګۍ» ‌مخ واړوي؛ د ولس د بشپړملاتړ د پاره دېیوه داسيکابینه او حکومت جوړ کړې  چې له خپل مخو؛ بې ګونديو او ازادو افغانانو چې تر طالبانو؛ ډاکټر عبدالله؛ حزب اسلامي؛ حنیف اتمر؛حامد کرزي ؛ هزاره ګانو؛ او ازبکو پورې هیڅوک د انتقاد ګوته ورته ونه نیسي .له هر افغان ټبره راټول کړل شوي اصيل او د افغانستان خواخوږي او په لويه کې روڼ اندي افغانان وي.‌ داسې روڼ اندي افغانان چې راتلونکى دولتي نظآم او سياسي رژيم به د اسلام او ټولو منل شوو نړيوالو اصولو او نرخونو سره سم يواځې او يواځې د خپل ولس د پاره غواړي؛ نه دا چې خپل ولس دې د سياسي رژيمونو د بقا د پاره د قربانۍ ګوډوري او مېږې؛ پسونه کړي.

ګه څه هم دا کار ګران دی ؛ خو ناشونی ځکه نه دی چې له نېکه مرغه دافغانستان په هر ټبر کې لوستي ؛ په کار پوهه ؛ د ملت په رمز او ملي ګټو ساتونکي کسان شته دي

چې داسې وشول او له داسې بې پرې روڼ اندو ګڼ توکميزوخلکو نه (چې د هرتوکم د ويش ونډه به په کې د هغه توکم د قومي سلنې سره سمه مالومه وي)؛ يو بې پرې دولت جوړ شو نو بيا به دا بې پرې دولت له یوې خوا ولس ته د منلو وړ وي؛ او له بلې خوا که چېرته د نړۍ والي ټولنې د فشار په پایله کې اشرف غنياستعفا ته اړیستل کېږي او په افغانستان کې به بیا ټاکنې کوي نو بیا داټاکنې نه طالب او نه عبدالله له اشرف غنينه ګټلای شي‌. 

په هر حالت کې له اوسني متوقع ائتلافي دولتونو(د ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني له متوقع ائتلافي دولته او يا د طالبانو او ډاکټر عبدالله له ائتلافي دولته) او يا هم په خپل سر د ډاکټر صېب اشرف غني له جوړېدونکې کابينې چې وېش یې دم ګړی د یوه «سهاميشرکت» ښکاري ډير ښه وي او لږ تر لږه د يوې ولسواکې تجربې زيږنده به ېې بللى شو؛ نه دا چې د امريکا يا کوم بل نړيوال ځواک د زور او  فشار نتيجه او پايله .

او که غني پر خپله سناریو چې بره ذکر شوې کار وکړي او داسي حکومت جوړ کړيچې پښتنو ته به په کې د ډاکټر صېب غني تر څوکۍ اخوا بل هيڅ برخه نه وي ورکړل شوي ؛ نو که ډاکټر غني داسې يوه حکومت ته خوشاليږي خوشاله دې شي خو دا خوشالي به ېې په نيژدې راتلونکي کې ده ته د پښتنو د يوه لوى ملي خپګان په مرګونې بيه تمامه شي .‌‌

لیکوال: سید نصیب الله

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.