The news is by your side.

هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۲۵۸ ته لوړ شو

خبریال وېب پاڼه/نن پنجشنبه د اپریل په دویمه نېټه د کابل په ګډون په پینځو ولایتونو کې ۱۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې.

د عامې روغتیا د تازه معلوماتو له مخې ویل کېږي په کابل، پکتیا، بغلان، کندهار او ډایکنډي کې د کرونا ویروس شپږ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۲۵۸ کسانو ته لوړ. په ۱۹ تازه پېښو کې ۱۴ یې د کابل، ۲ پکتیا او یوه په ډاکنډي، بغلان او کندهار کې یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې پرون یوازې په هرات کې ۴۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې. ولس او چارواکي اندېښنه لري چې په هرات او بیا په ټول هېواد کې د کرونا پېښې په خورا چټکۍ د ډېرېدو په حال کې دي. د معلوماتو له مخې یوازې په هرات کې شاوخو ۱۸۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې. له هرات وروسته کابل دی چې له ۱۴ تازه پېښو سره یې شمېر تر ۳۲ پورې لوړ شو. له کابل وروسته په ترتیب سره په فراه کې ۶، په نیمروز کې ۵، په سمنګان او کندهار کې ۴، په بلخ، لوګر، ډایکنډي او کندهار کې دری دری، په زابل او غزني کې دوې دوې او شپږو نورو ولایتونو کې په ترتیب سره یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

په هرات کې د کرونا د تشخیص له مرکزونو څخه تر دې دمه د نن ورځې د معایناتو پایله نه ده ښودل شوې خو تېره شپه پکې ۴۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

هخوا په ټوله نړۍ کې د کرونا لمن د غځېدو په حال کې ده او تر ۹۵۰ زرو ډېر کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي. په وروتیو دوو ورځو کې امریکا د دغې وبا ناروغۍ تر سخت برید لاندې راغلې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د تازه معلوماتو له مخې یې د قربانیانو شمېر تر ۵ زرو هم اوړي او پرې اخته شوي کسان یې هم د ټولې نړۍ په پرتله زیات دي چې تر ۲۱۷ زرو پورې امریکایان په دغه ویروس ککړ دي.

په ګاونډي ایران او پاکستان کې هم د کرونا ویروس د زیاتېدو په جال کې دی. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ایران کې ۱۲۴ کسان د دغه ویرو له امله وژل شوي او تر ۲۸۵۷ زیاتې مثبتې پېښې په کې ثبت شوې دي. په پاکسان کې بیا د مړو شمېر ۳۲ او د تازه پېښو سره یې عمومي مجموعه تر ۲۲۵۲ پورې رسېږي.

د کویډاـ۱۹ له امله د وژل شویو شمېر تر ۴۸ زرو اوړي او ورڅخه د بېرته رغېدلو کسانو شمېر بیا تر دوو لکو هم واوښت.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.