خوست: بدلون په نوم د اوړو ميل پرانیستل شو
خبریال وېب پاڼه/ خوست کې د لومړي ځل لپاره د اوړو د میل فابریکه پرانیستل شوه، چې د ورځې به ۱۶ ټنه اوړه تولیدوي.
د خوست والي محمد حلیم فدايي له خوا د بدلون په نوم د اوړو یو فابریکه چې یو خوستوال سوداګر په پانګونه جوړه شوې، ګټې اخیستنې ته وسپارله شوه.
فدايي وایي چې په یاده فابریکه لس میلیونه افغانۍ پانګونه شوې، چې د ورځې به ۱۶ ټنه اوړه تولیدوي، چې دا به په خوست کې د اوړو په بیو مثبت اغېز وکړي.
فدایي زیاته کړې، چې د دې فابریکې اهمیت په دې کې دی، چې له خپلو شته ظرفیتونو څخه ګټه اخلو او په دې سختو شرایطو کې چې د کرونا له امله د اوړو بیې پورته شوي، د خلکو ملاتړ کوي او هره ورځ به بازار ته ۱۶ ټنه اوړه وړاندې کوي.
والي زیاتوي چې موږ باید په خپله خاوره، په خپلو لاسونو، خپلو خلکو ته کار پیدا کړو او دا د پیاوړي اقتصاد غوښتنه ده، نو د دې لپاره باید دولتي، خصوصي او د مدني سکتور چارې منسجم کړو.
نو د دې لپاره، په نوي روان کال کې زموږ لومړیتوب د خصوصي سکتور تقویه او دوی ته د لازم کاري چاپېریال رامنځ ته کول دي، زه له ټولو سوداګرو او پانګوالو سره یو ځل بیا هم ژمنه کوم، چې ټول سهولتونه درکوو، خو په دې شرط چې پانګونه وکړئ او خلکو ته کار پیدا کړئ.
د خوست والي وویل دا چې د کرونا ویروس له امله د اوړو بیې اغېزمنې شوي د دې فابریکې په فعالیت سره به په بازار کې د اوړو په بیو کې مثبت تاثیر وشي او زه په سوداګرو او هټیوالو غږ کوم، چې لوړې بیې او احتکار ګناه ده نو سوداګر دې په احتکار او لوړو بیو ولس نه ځوروي.
د پانګونې او سوداګرۍ خونې رئیس نواب امیرزب وایي چې اقتصاد دا دی، چې په خپله خاوره خلکو ته کار پیدا شي او دا چې زموږ اقتصاد پیاوړی شي، د دا ډول فابریکو فعالول مهم دي.
نوموړی دا راز زیاتوي، چې د اوړو فابریکې د فعالېدو په وړاندې یې ټولې ستونزې هوارې کړي او په عاجله توګه یې د اوړو د یادې فابریکې په پرانیستو کې همکاري وکړه.
د بدلون د اوړو فابریکې یو تن مسؤول ډاکتر محمد عزیز محسن له خوست والي مننه وکړه، چې دوی ته یې په دې ولایت کې د پانګونې زمینه برابره کړه او موږ یې تشویق کړو، ترڅو د اوړو فابریکه فعاله کړو.
هغه وویل چې د دوی فابریکه به د غنمو د حاصلاتو په وخت کې له بزګرانو څخه په مناسبه بیه غنم رانیسي او وروسته به یې د اوړو په ډول په مناسبه بیه خلکو ته وړاندې کوي، چې دا مهال هم په کافي اندازه غنم لري.
یاده فابریکه د خوست والي لخوا په داسې حال کې چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس نواب امیرزي، د دفتر رئیس مطیع الله احمدزي، د زراعت رئیس حفیظ الله شاه نوري، د صنعت او سوداګرۍ امر قادرشاه حکیمي، د مدني بنسټونو یو شمېر مسؤولینو یې ملتیا کوله، د پټۍ په پرې کولو سره د فابریکې د چالانولو بټن وواهه او رسماً یې د اوړو تولید پیل کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس داخته کسانو شمېر زیاتیدو د هیواد په اقتصاد هم اغېز کړی او په ځانګړې توګه د اوړو بیه یې دوه برابره لوړه کړې.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.