The news is by your side.

افغانستان کې د لويو پروژو لپاره د ترکمنستان شرط

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې د لويو پروژو لپاره خپل شرط بيان کړ

خبريال ویبپاڼه/ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشیدمرادوف کابل ته پخپل سفر کې د لويو پروژو د عملي کولو لپاره د سولې د خبرو پرمختګ يو اصلي ضرورت او شرط وباله.

ترکمنستان د افغانستان يو ښه او دوست ګاونډی هېواد بلل کېږي، افغانستان د ډېرو هېوادونو په نسبت د ترکمنستان سره لویې اقتصادي پروژې او ښه راتلونکې لري.

ترکمنستان هم د خپلې ښې راتلونکې لپاره افغانستان يو مهم ګاونډی ګڼي او له همدې کبله په افغانستان کې د سولې د خبرو او ارامۍ ملاتړ کوي.

د عبدالله عبدالله سره ليدنه
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته پخپل سفر کې د ډاکټر عبدالله عبدالله سره وليدل او د سولې د پروسې څخه یې د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وويل چې هېواد يې د افغانستان د سولې د خبرو پوره ملاتړ کوي او تيار دی چې د بين الافغاني خبرو کوربه توب وکړي.

لویې پروژې د سولې سره تړاو لري
د ملي پخلاينې د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ليدنه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزير همداراز وويل چې په افغانستان کې د کاسا او ټاپي يا هم نورو لويو پروژو پلي کول د سولې د خبرو د پرمختګ سره تړاو لري.

رشيد مراردوف د عبدالله عبدالله سره په دې ليدنه کې دا خبره واضح بيان کړه چې بدون له سولې څخه په افغانستان کې د لويو پروژو عملي کول او سرته رسول ناشوني دي.

د ولسمشر غني سره ليدنه
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره هم ليده کاته درلودل، په ليدنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوه تړونونه هم لاسليک شول، تړونونه ددواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لاسليک کړل.

د لومړي تړون له مخې د افغانستان او ترکمنستان د اوسپنې د پټلۍ ادارې به د يو بل سره خپله همکاري زياتوي، د وهم تړون موخه بيا دا وه چې د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارتونه به د يو بل سره تماس او اړیکې غښتلې کوي.

د څو پروژو پرانيستل
دواړو لوريو په دې هکله هم خبرې وکړې چې څه وخت به د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو له لوري د ځينو پروژو پرانيستل ترسره شي.

تمه ده په نېږدې راتلونکي کې به د افغانستان او ترکمنستان ولسمشران د اقينې اندخوی، د ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا د لېږد او د ترکمنستان له لارې افغانستان د نوري فايبر سره د وصل کولو پروژې پرانيزي.

 

windows 7 enterprise kaufen

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.