The news is by your side.

د ښه خوب درلودلو لپاره په شيدو کې زعفران وڅښکئ!

د ښه خوب درلودلو لپاره په شيدو کې زعفران وڅښکئ!

مونږ ټول په 24ساعتونو کې 7ساعته ارامه او ژور خوب ته اړتيا لرو، تر څو د بلې ورځې پيل لپاره چمتو شو.خو په مونږ کې د شپې لخوا د ارامه او ژور خوب لرلو څېښتن نه دي.او نشي کولى چې ښه وکړي. مونږ تاسو ته په دې ليکنه کې داسې نخسه درپېژنو چې په کولو سره به يې په طبيعي ډول ستاسو اعصاب ارامه،او خوب درشي.

تر هر څه دمخه غواړو تاسو ته د شيدو او زعفرانو لس لس ځانګړنې دروپېژنو، چې په پوهېدو سره سم پرې ميين شئ. د شيدو لس ځانګرنې:

۱ـ شيدې د اعصابو سيستم په ښه والي کې مرسته کوي.

۲ـ شيدې د غاښونو خرابېدو مخنيوى کوي.

۳ـ د خوب منظم والي کې مرسته کوي.

۴ـ  شيدې د هاضمې سيستم لپاره ښې دي، او په ځانګړې توګه د معدې لپاره غوره خواړه دي.

۵ـ شيدې څښکل حافظه پياوړې کوي..

۶ـ شيدې د انسانانو په ښايست کې رول لري،او ځوان مو ساتي.

۷ـ شيدې د ماشومانو په ودې او نمو کې د پام وړ اغېزه کوي.

۸ـ د شيدو څښکل عضلات پياوړي کوي.د همدې خاصيت له مخې ورزش کارانو ته د خوړولو لارښوونه کېږي.

۹ـ د شيدو څښکل زمونږ معافيت لوړوي.

۱۰ـ شيدې د اسهال لپاره ګټه لري.

د زعفرانو لس ګټې:

۱ـ د جلدې ناروغيو لپاره ښه دي. او که چېرې په قهويي ټکو او خالونو کېښودل شي،نو ډېر ژر به يې له منځه يوسي.

۲ـ زعفران په وينه کې د بدو کرسترولو د زياتوالي مخه نيسي.

۳ـ زعفران د بدن اضافه وازدې اوبه کوي.

۴ـ زعفران د اعصابو کمزورئ او خستګئ لپاره ښه دي.

۵ـ د سرطان ضد خاصيت لري.

۶ـ د زعفرانو بله ګټه دا ده، چې د ليدو او اورېدو قوت ډېروي.

۷ـ زعفران د شحمي موادو او منرالونو درلودونکى بوټى ده.

۸ـ هغه کسان چې په کم خوراکه وي او هضمي ستونزه لري په خپلو خوړو کې دې له زعفرانو ګټه واخلي.

۹ـ زعفران د انسان په بدن کې وینه جوړوي.

۱۰ـ د دردونو ارامښت لپاره ګټور دي.

اوس پوښتنه دا ده، چې له زعفران او شيدو څخه د ښه خوب لرلو لپاره څنګه ګټه واخلو؟

د شيدو او زعفرانو ګټو په لوستلو سره به تاسو ته دا څرګنده شوي وي.چې د خداى پاک په دې دواړو پيدا شويو خوراکه کې ډېرې زياتې ګټې پرتې دي، چې مونږ يې دلته يوازې لس لس ځانګړنې راخيستې وې.

د ده لپاره چې زمونږ د خوب لپاره يوه غوره نخسه چمتو کړو، ترڅو ارامه خوب مو رانصيب شي، نو لومړى شيدو ته حرارت ورکړئ، چې تودې شي.وروسته د ګران بيه زعفرانو يو تار يا هم نيم تار په خپلو شيدو کې ورګډ کړئ.او څه مودې لپاره يې مه څښکئ، تر څو د زعفرانو بوى، خوند او ګټه ښه پکې لاړه شي.او وروسته ته يې وڅښکئ. ان شاءالله د شپې لخوا به مو خوب ښه شي ، او د دې کار په کولو بله ګټه دا ده، چې په طبيعي ډول مو د خپلې بې خوبۍ درملنه کړې.چې که په دوامداره توګه بې خوبه پاتې شو،نو په ډېر امکان سره به په رواني ستوتزو اخته شو.

لیکنه: مریم صدیقي

360 total security kaufen

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance