The news is by your side.

هلک نری چنار دی؛ جنۍ د ګلو ونه!

خبریال وېب پاڼه/ د پښتو فلکلوریکه سندره ده چې وایي:

“هلک نری چنار دی؛ جنۍ د ګلو ونه
په سر یې زرین شال دی؛ په غاړه یې ګلونه!”

د دې سندرې ظاهري او حقیقي معنا ګانې یو دي، چې په لوستو یا اورېدو یې ترې اخیستل کېدی شي.

دا چې نارینه همېشه تر ښځو دنګ او غښتلي او پر ملا قوي وي او ښځې تر نارینو لږې ټیټې او نازکې وي نو له همدې کبله دې سندره کې د هلک ځواني او شان د چنار د لوړې او دنګې ونې او قامت سره تشبېه شوې او نجلۍ د ګلو له ونې سره چې د ګلونو ونې همېشه ټیټې نازکې او خوشبو داره وي تشبېه شوي دي.

پښتو ادبیات او په تېره یې بیا فلکلوریک ادبیات چې د خلکو له لوري ویل شوي او ویل کیږي ډېر پراخ او پر حقیقت ولاړ دي.

پښتو لنډۍ یوازې په څو سېلابونو کې مطلب رسوي چې دا تر ډېره د ښځینوو له لوري د خپل ژوند، د ناکامیو، مجبوریو، ترخو او خوږو باندې ویل شوي.

را به شو دې ته چې د پښتو لنډۍ او د خلکو سندرې څو پېړۍ وروسته د نړۍ او د نړیوالو له حالت سره هم اړخ لګوي.

په لومړیو کې چې مو د کومې پښتو فلکلوریکې سندرې یادونه وکړه، اوس مهال د نړۍ خلک کټ مټ همغه شان په تقاضاوو کې دي.

په پښتو ادبیاتو کې چې څه ډېر ستایل شوی، هغه تور یا غنمو ته ورته رنګ، ډنګر والی، لوړ قد او داسې نور چې اوس دا خبره غربیانو هم اخیستې ده، تور سپی، غنمرنګه او یا د پوستکي بل رنګ ته اهمیت نه ورکوي بلکه ښایسته هغه څوک دی چې جګ وي، یا جګه وي او صحتمند یعني ډنګر وي او بدرنګی هغه څوک دی چې صحتمند نه وي.

اوس وخت کې چاغ خلک ډنګروالی خوښوي او ځیني بیا دا د ښکلا او روغتیا معیار هم بولي، ځکه د چاغښت په پرتله ډنګروالی د ناروغیو سره ډېر نه مخ کیږي او همدا علت دی چې صحتمندي اوس نړیوالو ته په ډنګروالي کې ښکاري او ځیني یې بیا د ښکلا معیار هم بولي.

په پښتو فلکلوریکو ادبیاتو یا هغه ادبیات چې د ولسي خلکو له لوري ویل شوي، که هغه لنډۍ، سندرې، سروکي، بګتۍ یا نور څه دي د نجلۍ یا د خپلې مٸینې نرۍ ملا، جګ قد او غنمو ته ورته رنګ ډېر ستایل شوی او اوس مهال د نړیوالو پام هم دې ته را اوښتی، لوړ قد، ډنګروالی د صحتمندۍ او له سپین پرته غنم رنګ، تور رنګ یا بل رنګ د ښکلا معیار بلل کیږي.

لیکنه: آمنه عزیزي

windows 10 pro kaufen

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.