The news is by your side.

فېسبوک د یو بل هېواد د مشرانو اکونټونه هم بند کړل

فېسبوک د یو بل هېواد د مشرانو اکونټونه هم بند کړل

خبريال ویبپاڼه/ ټولنيزې شبکې فېسبوک د ډونالډ ټرمپ د حساب له بندولو وروسته اوس پخپله یوه تازه پرېکړه کې د افريقايي هېواد يوګاندا د ځینې سياسي مشرانو د فېسبوک حسابونه هم تړلي دي.

په يوګاندا کې په ځينو حکومتي سياستوالو دا تور و چې ټولنیزې رسنۍ په ځانګړي ډول فېسبوک ددې لپاره کاروي چې خلک مانيپولې کړي، دوی ډول څيزونه شېر کوي چې صرف خلک ورباندې غولوي او فکر یې بلې خواته کوي خو په حقيقت کې یې موخه بل څه وي.

فېسبوک پخپله يوه اعلامیه کې ویلي دي چې دا پرېکړه يې ځکه کړې ده چې ددې هېواد ځينې سياسي مشران د خلکو له لوري په درواغو تبليغاتو تورن شول، فېسبوک په دې هېواد کې په داسې حال کې د حکومتي سياستوالو اکونټونه تړي چې ددې هېواد د ولسي جرګې ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې‌ دي.

فېسبوک به دا کار دبل هېواد لپاره هم وکړي
ځينې خلک فېسبوک په وروستيو پریکړو نيوکې کوي، دا ډله خلک وايي فېسبوک په يوګاندا کې نن ددې لپاره اکونټونه بندوي چې ګواکی سياستوالو خلک مانيپولې کول، يا دا چې فېسبوک او ټویټر د ډونالډ ټرمپ اکونټونه ځکه وتړل چې په امريکا کې ناسمې څرګندونې کولې کومې چې دوی د خپلې پاليسۍ خلاف بولي.

خو د ځینو خلکو په اند چې فېسبوک او ټویټر دا حساسیت يوازې د امريکا لپاره لري، که په بل هېواد کې ان تروريستي سازمانونه هم د فېسبوک او ټویټر له لارې ډېر پراخ تبليغات او نشرات کوي نو فېسبوک ورسره هېڅ ستونزه نلري.

ځينې کسان بيا د سره د فسبوک له لوري د اکونټونه د تړلو مخالف‌ دي، دا طبقه خلک په دې اند دي چې ښه يا بد، هرڅوک بايد د بيان او نظر ازادي ولري، هغه که سياستوالو وي او يا هم عام خلک.

ډيجيټل ديکتاتور
ډېر خلک اوس فکر کوي چې ټولنیزې رسنۍ او نور ډيجيټل لوی بنسټونه اوس په لويو ديکتاتورانو بدل شوي دي، څوک یې چې خوښ وي‌ که د هر ډول انساني ارزښتونو خلاف حرکت وکړ بيا هم دوی کولي شي چې فعاليت وکړي.

خو د چا سره چې ددوی جنجال د پردې تر شاه وي، يا یې ددوی د اصلي څښتنانو د پاليسيو او تګلارو سره وي نو هغوی بيا د فېسبوک له لارې زر خاموش کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance