د استاد بېنوا ۳۶ تلين او هغه ته د افغانستان اړتیا
خبريال وېبپاڼه/ عبدالروف بېنوا چې د سیمې په کچه یو وتلی مورخ، شاعر، ليکوال او يو ښه سياستوال و له نن څخه پوره ۳۶ کاله وړاندې یې ددې نړۍ څخه خپلې سترګې پټې کړې او افغانستان ددې سترې هستۍ څخه بې برخې شو.
عبدالروف بېنوا يوه داسې هستي وه چې افغانستان ورته تر بل هرڅه زيات ضرورت درلود، داسې يو کس چې ددنيا په هر نېک منصب او مقام کې دخيل شو خو هېڅکله يې زړه په دې مقامونو او ونه بايله، ده نړۍ په داسې حال کې پرېښوده چې د خپلې اړتيا زيات څه یې نه درلودل.
بېنوا په دې باندې پوهیده او عمل یې ورباندې کاوه چې دا هرڅه د ملت مال دی، په کومو مقامونو چې دی ګمارل شوی نو ددې ټولوپه هکله خپل وجدان خپلو خلکو او خپل خالق ته مسول دی.
نن افغانستان همداسې يوه بېنوا ته اړتيا لري، داسې بېنوا چې درد یې د هېواد درد وي، داسې بېنوا چې د خپلو ګټو په ځای د ملت ګټې وپالي، داسې بېنوا چې ورکړل شوی مقام او واک یو امانت وبولي او هېڅکله دې امانت ته خيانت پخپل ذهن کې هم تېر نکړي.
بېلابېلې دندې او خاص عجز
استاد بېنوا پخپل ژوند کې ګڼې دندې ترسره کړې، هغه د استاد په صفت، د معين په صفت د پوهنتون د ښوونکي په صفت د وزير په صفت د مستشار په صفت او د ولس استازي په صفت کار کړی دی.
که څه هم ده مختلفې مهمې دندې ترسره کړې او زياته بوختيا درلوده، خو دې هرڅه دده څخه خپل طلايي خوی عاجزي وانخيسته، هغه يوې ځانګړې عاجزي، خاکسري او صمیمت درلود، يوه سړي کولی شوی ده ته د خپل زړه ټول بړاس وباسي، د خپل کار په ځای کې د خپلو همکارانو د مراجعینو سره د ډېرې ښې اړیکې برخمن و، د ټولو سره یې اړیکې فوق العاده وې د ټولو سره یې صمیمیت موجود و.
د ليکوالۍ خدايي استعداد
استاد بېنوا د خپل هر اړخيز استعداد په بنسټ په ګڼو پوستونو کې کار وکړ، په ټولو دندو کې یې بريا او صداقت خلکو ته مالوم و، له کار سره له دندې سره خيانت یې ډېر لوی جرم ګاڼه او په هره دنده چې بوخت و په ډېر صداقت او اخلاص به یې په مخ وړله.
په ليکوالۍ کې دده ساری کم ليدل شوی دی، هم یې نظم او هم یې نثر د يوه ځانګړي خوند او رنګ څخه برخمن و، دده ليکوالي داسې يوه چې په ساده او روانه ژبه یې ډېر بنسټيز پيغام انتقالوه.
د بېنوا صيب نثر هم ځانګړی و، په نثر کې یې تنوع د پام څخه نه غورځوله، دده نثر هم له تحقیقي اړخه او د هم د تخيل له اړخه بډايه نثر و.
د استاد بېنوا صېب شعرونو د ځان سره ډېر څه درلودل، په شعرونو کې یې يو ژور درد پروت و چې ده به په ډېرو ښکلو الفاظو کې رانغښتی و، د تخيل قوه یې بې سارې وه او شعرونو یې د افغانانو په سينو کې خپل ځای نيولی و.
د استاد بېنوا د شعرونو مینوال، دده د جوهر ليدونکي يوازې په افغانستان کې نه و، بلکې د نورې نړۍ څخه ډېرو نورو کسانو هم دی کشف کړی و، له همدې کبله دده شعرونه په روسي، عربي، انګليسي، چکسلواکيايي او نورو ژبو ژباړل شوي دي.
استاد بېنوا په ۱۹۸۵ م کال کې د جنوري د مياشتې په ۱۱ د امريکا د متحده ايالاتو په نیوجرسي ایالت کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او هملته خاورو ته وسپارل شو.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.