The news is by your side.

عمومی روغتيا يعنی څه؟

خبريال وېب پاڼه: عمومی روغتيا د يو هيواد د ټولو وګړو د ښې روغتیا په معنی سره دی او ښه روغتيا د هر انسان حق دی د هر هيواد دولت مکلف دی ترڅو د ټولنو د ښې روغتيا لپاره اعتبار لرونکي او پرمختللي وسايل، درمل او سیسټمونه د ټولنو په واک کې ورکړي او تکړه او زيارکښ روغتيا پالان د خلکو د روغتيا لپاره د ټولنو خدمت لپاره وړاندي کړي.

د روغتيا نړيوال سازمان د پايلو په اساس د ټولنو د عمومی روغتيا لپاره لاندي کارونه ضروري دي.

 په ټولنه کې د خلکو سره زياته ونډه اخيستل
• مالي او ټولنيزو اړتياوو ته لاسرسی لرل
• ټولنه د جګړو څخه په امن کې ساتل
• د ماشومانو،ښځو،او ډير عمر لرونکو کسانو روغتيا ته خاصه پاملرنه کول
• ټولنه د ناپاکو توکو خځلو او ناپاکي هوا څخه په امن کې ساتل
• د ټولنو د خلکو ترمنځ د هماهنګۍ رامنځته کول هم د عمومی روغتيا لپاره لازم بلل کيږي
• د ښه کاري چاپيريال رامنځته کول
• له اعتبار لرونکو محصولاتو څخه ګټه اخيستل
• ټولنه د مخدره توکو د استعمال څخه لرې ساتل
• د ناروغيو په مقابل کې وقايه او مبارزه کول
• په ټولنه کې د زياتو جنسي اړيکو څخه ډډه کول
• د پاکو او ګټورو خوراکي توکو څخه ګټه اخيستل
• د ميوه جاتو او سبزيجاتو زيات استعمال
• د جسمي ځواک پياوړتيا او نور…
• په ټولنه کې د ساري ناروغيو مخنيوی

په نړۍ کې به هيڅ داسي هيواد موجود نه وي چې د ناروغيو څخه په امان کې وي خو، د نړۍ هيوادونه د خپلو ټولنو د ښې روغتيا لپاره له مختلفو وسايلو او سيستمونو څخه کار اخلي ان ځينې هيوادونو کې روغتيايې سيسټمونه دومره پياوړي او پرمختللی دي هغه ناروغۍ چې درملنه يې ناشوني وي دوي يې شوني کوي.

د جسمي ځواک د پياوړتيا او ښې روغتيا لپاره ورزش کول ډير ضروري رکن بلل کيږی ځکه ورزش د انسان بدن د چاغوالي، د زړه ناروغيو، تنفسي ناروغيو، سرطان، فشار، د ويني غوړ، شکر او نورو څخه ساتي نو له همدي امله روغتيا پالان هر وخت په ټولنو کې په ورزش کولو باندي ډيره توجه کوي او هر وخت خلکو ته د ورزش د ګټو په اړه عامه پوهاوی کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.