The news is by your side.

دغې ښځې ۱۱ورځې قبر کې د نجات نارې وهلې خو

خبریال ویبپاڼه/ یوه ځوانه ۳۷ کلنه  ښځه چې پوره ۱۱ ورځې يې له قبر څخه ماته نجات راکړئ چغې وهل کیدلې خو چا يې پر چغو غوږ ونه نیوی

د دې ښځې د مړینې تصدیق شاوخوا 11 ورځې وړاندې ثبت سوی و، په اختلافي خبرونو بدرګه سو دې غریبې ښځې ټوله ورځ د مرستې لپاره ژړل.

د ۳۷ کلنې روسانګلا، دوامداره چغې او فریاد د دې باعث شول چې  مسؤلین د هغې د قبر سپړلو پریکړه وکړي، د قبر سپړلو دا جنجالي ویډیو د دې شاهده سوه چې دا میرمن ژوندۍ  ښځه سوې وه.

خلکو ولې  دا قبر وسپړی او تابوت يې ترې را وایست؟

روسانګلا، چې یوه بارازیلۍ ۳۷ میرمن وه، ژوندۍ  ښخه سوې خو کله چې د هغې فریاد او چغې  واوریدل سوې نو د هغې قبر وسپړل سو، خو له بده مرغه چې  هغه له ډیرو ورځو چغو وهلو او فریاد وروسته د ژوند وروستۍ مرحله کې وه او ژوند يې له لاسه ورکړی وو.

کیسه داسې وه چې ډیرو کسانو د دې ښځې فریاد او چغې اوریدلې وې خو هغوی په خیالي تصوراتو کې له پامه غورځولې او په دې  هکله یې کوم اقدام نه وو کړی، په وروستي ځل خلکو د تابوت پر بدنه باندې د دې ګذارونه واوریدل او مطمئن سول چې د قبر داخل کې ژوندی انسان دفن سوی، چې  خلکو له دې حالت لیدلو وروسته مسؤلینو ته خبر ورکړ او ژر د قبر سپړلو امر ورته ورکړل سو خو کومه ګټه يې ونکړه، ځکه هغې پر بدن او لاسونو باندې هغه زخمونه چې تابوت يې پرې وهلی وو، زیاته وینه بهېدنه کړې او تازه يې ژوند له لاسه ورکړی وو.

کله چې د دې ښځې وینه بهیدنه او زخمونه وکتل سول نو ټول خلک باوري سول چې  هغې د خپل ځان د نجا لپاره زیات کوښښ کړی خو کومه ګټه یې نه وکړله.

له قبر څخه د ښځې جسد را ایستلو وروسته ډاکټرانو هم تائید کړه چې دا ښځه یوازي څو دقیقې وړاندې مړه سوې د هغې بدن کاملا تازه اوګرم وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance