The news is by your side.

ارنولډ اشوارتزنګر ټرمپ د تاريخ بدترينه ولسمشر بللی!

خبريال وېب پاڼه: د هاليووډ فلمونو مشهور لوبغاړی او د بدن د ښکلا پخوانی ستوری ارنولډ شوارتزنګر په يوه ويډيوي پيغام کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تاريخ بدترينه ولسشمر بللی دی.

ارنولډ شوارتزنګر دا څرګندوني وروسته د هغې کوي چې د ټرمپ پلويانو د امريکا په کانګرس ډله يېزه حمله وکړه ارنولډ د ټرمپ د پلويانو دا کار د ټرمپ لپاره د شرم وړ بللی دی

ارنولډ شوارتزنګر چې ۷۳ کاله عمر لري په خپله ټويټر پاڼه په يوه ويډيوي پيغام کې ويلي دي چې د متحده ايالاتو د يووالی او اتحاد غوښتوونکی دی هيله يې څرګنده کړي ترڅو ژر واک جوبايډن ته وسپارل شي ترڅو متحده ايالات بيرته لومړني حالت ته وګرځي.

که له يوې خوا متحده ايالات د کرونا ويروس د سخت بحران او نامعلوم برخليک سره مخ ده خو له بلي خوا پکې د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو وروسته سخت اختلافات منځ ته راغلي دي چې امريکا يې له بد وضعيت سره مخ کړي ده ارنولډ په دې اړه خپله خواشيني خودلي ده.

ارنولډ شوارتزنګر په دې پيغام کې ويلي( لکه څنګه چې زه د يو پناه غوښتوونکي په صفت دې هيواد ته راغلی يم غواړم د خپلو امريکايي ملګرو يوڅو خبري وکړم او په ټوله نړۍ د خپلو خواخوږو ملګرو سره هم چې په دې وروستيو ورځو کې کومي پيښې رامنځته شوي د هغي په اړه لومړی دا چې زه ددي هيواد اصلي اوسېدونکی نه يم ځکه زه په اتريش کې زيږيدلی يم زه د ماتو شوو شيشو د شپي په اړه په ډير څه پوهيږم چې په ۱۹۳۸ز کال په دا شپه په يهوديانو راغلي وه خو د ډونالډ ټرمپ د پلويانو دا کار د هغې شپي څخه هم بدتره وه لکه څنګه چې زه د امريکا اصلي اوسېدونکی نه يم خو له امريکا سره ډيره مينه لرم امريکا اوس زما هيواد دی او زه په خپل هيواد کې د ارامۍ او سوکالۍ غوښتوونکی يم او نور بايد موږ ټول په ګډه متحده ايالات له دې بد وضعيت څخه اوباسو او اختلافات له منځه ولاړ شي).

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.