The news is by your side.

د طالبانو د هيئت ځينې غړي پاکستان کې بیا نظربند شوي

خبريال وېبپاڼه/ څو اونۍ کېږي چې د طالبانو هيئت پاکستان ته تللی دی، په داسې حال کې چې  ان ځنډول شوې بين الافغاني خبرې په دوحه کې بيا پيل شوې خو اوس هم په دوحه کې د طالبانو د هيئت کليدي غړي نه تر سترګو کېږي.

خبريال وېبپاڼې ته د کوټې شورا څخه سرچينو ومنله چې په پاکستان کې د طالبانو د هيئت ځينې کليدي غړي د حکومت له لوري نظربند شوي دي.

د ملا برادر څرکندونو پاکستان غوسه کړی دی

پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ملا برادر په دې هېواد کې د هغو ټپيانو لیدنې ته ورغی چې د افغانستان په جګړه کې ټپيان شوي و او اوس یې په پاکستان کې تداوي کېدله.

ملا برادر دغو ټپيانو سره پخپلو خبرو کې وويل چې دی د پاکستان څخه د خپل حیثیت پوښتنه نشي کولی، د برادر اشاره دې ته وه چې دی د پاکستان د پوليسو له لوري پخوا نيول شوی و او په زندان کې ورسره ډېرې نادرې شوې وې.

ملا برادر ددې ټپيانو سره په خبرو کې وويل چې دی د پاکستان څخه د خپل حيثيت پوښتنه ځکه نشي کولی چې همدا اوس د طالبانو جنګيالي او مشران په دې هېواد کې مېشت دي، برادر په دې خبرې ثابته کړه چې پاکستان د طالبانو کور دی، دا هغه څه دي چې د پاکستان حکومت یو عمر ورڅخه انکار کړی و.

په نړيواله کچه د ملا برادر دې خبرې پاکستان ته ګوتې نیغې کړې او پاکستان هم ملا برادر او ورسره مل د هيئت ځينې معتبر غړي را وګرځول او دوی یې په پاکستان کې نظر بند کړل.

نظر بند طالبان

په دوحه کې هم ځینې طالب سرچينو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي خبريال ته وملنه چې ددوی د ډلې څخه ملا برادر، انس حقاني، ملا فاضل فضل، شېخ عبدالحکيم نوري او ملا نوری د پاکستان له لوري په دې هېواد کې نظر بند شوي دي.

طالبان مشرانو ته دغه د پاکستان له لوري ددې هېواد څخه د وتلو اجازه نه ورکول کېږی، دوي په يو ځانګړي ځاي کې نظربند دي، که څه هم په‌ دوحه کې بين الافغاني خبرې پيل دي او طالبان مشرانو هم هڅه کړې وه چې د پاکستان څخه ولاړ شي او ځان د خپل ټیم سره يو ځای کړي او دوحې ته ولاړ شي خو د پاکستاني چارواکو له لوري یې مخه نيول شوې وه.

د تاريخ چټک تکرار

په سيمه او افغانستان کې تاريخ ډېر په چټکۍ سره تکرارېږي، څو اونۍ وړاندې چې د طالبانو مرستيال مشر ملا برادر په پاکستان کې د خپل مقام خبرې کولې او ويل یې چې ډونالډ ټرمپ ورسره نيم ساعت خبرې وکړې اوس بيا دده حال د پاکستان د زندان حالت ته ورته شوی دی.

ملا برادر په افغانستان د امريکا د حملې وروسته د طالبانو له لوري ونيول سو او په ډېر غيرې انساني حالاتو کې وساتل شو، ويل کېږي په زندان کې هم د ملا برادر سره ډېر ډېر ناوړه چلندونه شوي دي.

اوس د ملا برادر بيا نظر بندول کول د پرون تکرار دی، که څه هم ملا برادر بيا په ډېر شرمناک ډول نظر بند شوي دی خو برادر تر دې وړاندې ويلي و چې د پاکستان په وړاندې دی شخصي حيثيت نه پالي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.