استاد پسرلی لوی خو هېر شوی شخصیت
خبریال وېبپاڼه – د نوم او شهرت په دې زمانه کې استاد محمد صدیق پسرلی یو له هغو سترو ادبي هستیو وو، چې دده له خپلې شخصي طبعې سره سم د ژوند غوندې په مړینه هم تر ډېره ګمنام پاته شو او هغسې یاد نه شو څنګه چې پکار دی، نن د هغه شپږم تلین دی خو د هغه د شعر او د ادب له مینه والو پرته- چې پر ټولنیزو رسنیو یې د هغه یاد لمانځلی- د بلې کومې علمي او ادبي ادارې له خوا یې نه د تلین لمانځلو څه زوږ شته او نه د هغه د ناچاپه اثارو د چاپ څه خبر شته.
د استاد پسرلي شاعري هغه لازواله شاعري ده چې که څه هم د خپلې خاورې له خوږلت او بویه ډکه ده، خو د ژوند شاعري ده او تر څو چې ژوند وي د ده شعر د خوږو زړونو لپاره د مرهم کار کوي، مګر له بده مرغه د ده پر شاعري (زه چې څومره معلومات لرم) تر اوسه له ګوتو په شمېر څو تاثراتي مقالو پرته تفصیلي کار نه دی شوی او شاید د پښتو د ډېرو عظیمو شاعرانو غوندې که استاد پسرلی هم په بله ژبه کې وای، تر اوسه به یې پر شاعري څو پي ایچ ډۍ شوې وای، خو له بده مرغه د ده پر خپلو تجربو ولاړه، د هندي سبک له خوندونو او طبعي تشبیهاتو ډکه شاعري لا هم ناسپړلې پاته ده.
هسې خو په ادبي حلقو کې د استاد پسرلي غزل مشهوره ده ځکه چې هغه د خپل ژوند او وطن زیات دردونه په “ماته شپېلۍ” کې منعکس کړي او بیا “د نی کوڅې” ته د همدغو دردونو په ټکور پسې تللی چې اوس یې خلک د زرخېز تخیل د جاویدان پسرلي خوږبویه ګلونه په “غزلبڼ” کې بویوي او خپله شعري تندې پرې ماتوي، خو هغه چې د خیال او فکر په “پسته اور” باران کې خپلو تجربو او مشاهدو ته د زړه اوبه ورکړې او د څلوریځو په بڼه کوم ګلونه یې را ټوکولي دي، هغه یو بېل خوند او اثر لري، د هغه څلوریځې له بلا خبرو ډکې دي، د ورځني ژوند خبرې، د فلسفې پېچلې خبرې، د خاورې او ولس د مینې خبرې او د رومان او جانان خبرې درته په ډېره له خوږلته ډکه ژبه کوي، چې هم پکې د قره باغۍ لهجې له پامه لوېدلیو کلمو ته ژوند ورکوي او هم په دې څلور مسره یي شعر کې د پښتو لنډۍ غوندې یو کتاب خبرې کوي.
زه ویاړ کوم چې لږ تر لږه نه یواځې د استاد پسرلي د شاعرۍ او نثر یو ادنی لوستونکی پاته شوی یم بلکې په ژوند یې د ډېرو ناستو او خوږو پستو ادبي مجلسونو فرصت هم په لاس راغلی دی، د ژوند په وروستیو کې مې ورسره یوه مرکه کړې وه، چې که موقع په لاس راغله له نورو هغو ډېرو مرکو سره به یې په یو کتاب کې یو ځای کړم، چې له ازادي رېډیو سره د کار په موده کې مې وخت په وخت له ادبي شخصیتونو سره کړې دي.
لیکوال: بارکوال میاخېل
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.