The news is by your side.

قریشي: پاکستان هیله لري، چې د سولې خبرې پر افغان خاوره بل شوی اور مړ کړي

خبریال وېبپاڼه/ پاکستان د سولې بین الافغاني خبرو له ښکېلو اړخونو غوښتي چې ژر تر ژره په اوربند سره سلا شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اسلام اباد کې د پخواني ولسمشر له مرستیال کریم خلیلي سره په کتنه کې ویلي چې د مذاکراتو دواړه لوري دې د اوربند رامنځته کولو لپاره رښتینې هڅې وکړي.

قریشي یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې پاکستان د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هیله مند دی چې بین الافغاني خبرې پر افغان خاوره د بل شوي اور د مړه کېدو سبب وګرځي.

هغه د سولې پروسې د بریا لپاره اوربند شرط بللی او ټینګار یې کړی چې دواړه اړخونه باید اوربند وکړي، تر څو روانه پروسه بریالۍ او د افغانانو له تمې سره سمه مخته لاړه شي.

کریم خلیلي بیا د سولې پروسه کې د پاکستان له هڅو مننه کړې او هیله یې ښودلې چې دغه همکارۍ یې تر پایه دوام ولري؛ هغه څه چې هیڅ افغان پرې باور نه شي کولای.

 خلیلي د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره هم کتلي او د افغان سولې په اړه یې ورسره خبرې اترې کړې دي.

د پاکستان دوه مخی سیاست

پاکستان داسې تمثیل کوي چې ګواکې د سولې پروسه کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی، مګر د پردې تر شا یې طالبانو ته بیا داسې روحیه ورکړې چې له جنګ پرته پر افغان خاوره تسلط نه شي پيدا کولای او باید روانه ناروا جګړه دوامداره وساتي.

د موقت حکومت فرمایش

پاکستان نه یوازې دلته سوله نه غواړي بلکې په افغانستان کې د نظام ړنګولو ته یې ملا تړلې ده. د طالبانو او یو شمېر سیاسیونو په خوله یې د موقت حکومت ډنډوره تازه کړې ده. کریم خلیلي او تر ده وړاندې ګلبدین حکمتیار یې هم د همدې لپاره غوښتی و او غواړي په کور دننه هم د موقتې ادارې رامنځته کولو انګېزه پياوړې کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.