The news is by your side.

ناټو به په هر حالت کې د افغان ځواکونو ترڅنګ ولاړه وي

خبریال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندا جنرال سکاټ مېلر وايي، چې ناټو به په هر حالت کې د افغان ځواکونو ترڅنګ ولاړه ده.

سکاټ مېلر تېره ورځ د افغان پوځ د لوی درستیز سترجنرال محمدیاسین ضیا په ملتیا د کندهار د عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته تللی و.

هغه له ځايي چارواکو سره په کتنه کې له افغان امنیتي ځواکونو د ناټو د دوامداره همکاریو د ملاتړ ډاډ ورکړي او ویلي یې دي چې دوی به په هر ډول حالت کې د افغان سرتېرو سره ولاړ وي.

میلر ویلي چې دوی به د بېلابېلو امنیتي بنسټونو ترمنځ خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او په خپلو ژمنو به ولاړ پاتې وي.

څه موده وړاندې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو په نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو کې د جګړې له شدت سره سم د افغان ځواکونو دفاع ته ودانګل، چې د طالبانو سخت غبرګونونه یې وپارول.

د افغان ځواکونو ستونزې

که څه هم ناټو ډاډ ورکوي چې دوی به د افغان ځواکونو ترڅنګ ولاړ وي، مګر کمزوری مدیریت، خیالي سرتېري، امنیتي بنسټونو کې سیاسي مداخلې او یو شمېر نورو مسایلو د امنیتي ځواکونو قوت تر پوښتې لاندې راوستی دی.

له همدې امله وخت ناوخته امنیتي ځواکونه د دښمن بریدونو ته ځواب نه شي ویلای او د مقابل لوري لخوا په جګړه کې د پرمختګ خبره کېږي.

پکار دا ده چې ناټو د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز ترڅنګ د دوی د مدیریت په برخه کې هم کار وکړي، تر څو د افغان سرتېرو صفونه منظم او په واحد شکل د دښمن د ماتولو توان ترلاسه کړي.

دا منو چې له افغان ځواکونو د ناټو ملاتړ بېساری دی، مګر له بده مرغه مافیايي کړیو او سیاسي مداخلو د افغان ځواکونو صفونه ډېر غیر منظم کړي او د خپلو اصلي دندو پر ځای په نورو مسایلو اخته دي، چې له امله یې دښمن ته پر افغان خاوره د بل شوي اور د تازه کولو موقع په لاس ورغلې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.