The news is by your side.

امریکا: ایران د القاعده غړو ته پنا ورکوي

خبریال ویبپاڼه/ امریکا له څو کلونو راهیسې  له ایران سره ښې اړیکي نلري چې څو ځله يې ورباندې تور پوري کړی چې په سیمه کې د ترهګرۍ سره همکاري لري خو ایران يې نه مني اوس تازه امریکا ایران د القاعده غړو ته په پنا ورکولو تورن کړی.

القاعده هغه ډله ده چې  امریکا یې پر ضد په افغانستان کې  په شل کلنه جګړه کې ښکېله سوه خو  لاهم د دې جګړې پای نه مالومیږي امریکا ویلي ایران د همدې ډلې غړو ته پنا ورکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تازه څرګندونو کې ویلي چې له تیر ۲۰۰۵ زیږدیز کاله را په دې خوا ایران د القاعده شبکې مشرانو او غړو ته پنا ورکړې، ورته یې د اړیکو زمینې برابرې کړې او د پیسو ټولولو ترڅنګ يې په عملیاتي پلانونو کې هم ورسره مرسته او  همکاري کړې.

هغه ویلي چې القاعده په څو هېوادونو کې د امریکا پر ضد جنګیږي او ایران په قصدي ډول سره غواړي د دې ډلې ملاتړ وکړي هغه خبرداری ورکړ چې  د ایران په وړاندې به لا ډير بندیزونه وضعه کیږي.

په دې نژدې ورځو کې امریکا یو ځل د ایران د ډارولو لپاره د فارس خلیج کې د بي ۵۲ ډوله الوتکو ګزمه وکړه چې هغه مهال يې وویل له دې ګزمو څخه يې موخه د ایران ویرول وو، له هغه وروسته يې یو شمېر جنګي بیړۍ چې الوتکې يې هم لیږدولې په منځني ختیځ کې دمه کړې او زیاته يې کړه چې ایران پرې څاري.

امریکا پر ایران تور پوري کوي چې له ترهګرۍ سره همکاري او مرسته کوي او همداشان غواړي چې اټومي وسلې جوړي کړي چې د ایران له لوري د امریکا دا ادعاوي رد سوې دي او ویلي يې دي چې اټومي پروګرام يې سوله ییز او  له ترهګري سره کومې اړیکي نلري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.