The news is by your side.

ملګرو ملتونو د ګوانتنامو زندان د تړلو غوښتنه کړې

خبریال وېبپانه/ ملګرو ملتونو د جو بایډن په مشري د امریکا له نوي حکومته غوښتنه کړې چې د ګوانتنامو زندان دې وتړي.

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، ملګرو ملتونو ویلي دي چې د امریکا نوی حکومت دې د بشري حقونو د تامین په برخه کې خپلې هڅې پراخې کړې او ګوانتنامو زندان دې بند کړي.

دوی هیله ښودلې چې د امریکا نوی حکومت به بشري حقونو ته درناوی زیات کړي او د تېر تجربې به بیا تکرار نه کړي.

په ورته وخت کې د ګوانتنامو له زندانه ازاد شوي کسان وايي چې د ملګرو ملتونو غوښتنه بې وخته ده او پر دوی سړې او تودې شپې تېرې شوې دي.

له دغه زندان ازاد شوی پخوانی زنداني ملا عبدالسلام ضعیف ویلي چې د ملګرو ملتونو دا پرېکړه بې وخته ده، ځکه یاد زندان اوس تش دی.

دده په خبره که ملګرو ملتونه په رښتیا بې طرفه وي، نو  له امریکا دې وغواړي چې له ګوانتنامو زندانه پاتې بې ګناه بندیان راخوشې کړي.

که څه هم ملګرو ملتونو نه دي ویلي چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ دوره کې بشري حقونه تر پښو لاندې کېدل او که تامین و، خو د جو بایډن په مشري د امریکا له نوي حکومت د ملګرو ملتونو تازه غوښتنه ښيي، چې ټرمپ پر نورو تېروتنو سربېره بشري حقونه هم پایمال کړي و.

د ګوانتنامو زندان د ۲۰۰۱ کال وروسته چې په امریکا کې ترهګریز بریدونه وشول جوړ شو.

په دغه زندان کې یو وخت شاوخوا اووه سوه شکمن ترهګر ساتل کيدل چي یو شمير یي افغانان وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.