The news is by your side.

لوګر؛ امنیتي ځواکونو د طالبانو د ماین جوړولو یوه کارخانه ویجاړه کړې

خبریال وېبپانه/ د لوګر امنیه قوماندانۍ وايي، تیره شپه افغان کومانډو ځواکونو د دې ولایت د مرکز اړوند د سپیڅ په سیمه کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یوه کارخانه موندلې او ویجاړه کړې یې ده.

د لوګر له امنیه قوماندانۍ خبریال وېبپاڼې ته په رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي، چې د ماین جوړولو په یاده کارخانه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او په یاد ولایت کې د پلچکونو او عامه تاسیساتو د ویجاړولو په موخه ماینونه جوړیدل.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دغه عملياتو کې له ۲۰۰ څخه زيات شارټکي ګولۍ، د ډی سي توپ میل او یو زیاته اندازه بوشکه‌یي ماینونه هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

 سرچینه کاږي، چې د دغه چاودېدونکو موادو په کشف، شنډولو او د ماین جوړولو د کارخونې په لمنځه وړلو سره افغان ځواکونو وکولای شول، چې یو ځل بیا د طالب وسله والو پلانونه خنثی کړي.

د يو بل راپور له مخي تيره شپه د لوګر په برکې برک ولسوالۍ کې هم د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو يو لړ عملياتو په ترڅ کې ۷۰۰ کيلو ګرامه پوټاشيم کلورايد کشف او له منځه وړي دي.

چارواکي واي، چې له دغو موادو وسله والو طالبانو د غټو چاودنو لپاره د موټر بم جوړلو کې ګټه پورته کوله، چې د امنيتي ځواکونو لخوا کشف او وروسته په سيمه کې ورته اور ورکړل شو.

لوګر مرکز کابل ته په شپېته کیلومټرۍ کې پروت ولایت دی، چې اکثره وخت ترې د ناامنیو راپورونه ورکول کېږي.

څو ورځې وړاندې د ملي امنیت عمومي ریاست رییس احمدضیا سراج ویلي وو چې په کابل کې سترې ترهګریزې پېښې او چاودنې په لوګر کې پلان کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.