خبریال وېبپاڼه/ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وزیر نور الرحمن اخلاقي وايي، چې په ټول هېواد به بې وزله کورنیو ته د استوګنې لپاره ځمکې ووېشل شي.
اخلاقي هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ويلي، چې په ټولو ولایتونو کې یې ګډې کاري کمېټې رامنځته کړي، ترڅو داخلي بې ځایه شوو اړمنو کورنیو ته له څیړنو وروسته د استوګنې ځمکې وویشي.
هغه زیاته کړې، چې د ګډې کاري کمېټې له لورې به ډير ژر د داخلي بې ځایه شویو، بېرته راستنېدونکو او په افغان پوځ کې د قرباني شویو سرتیرو د کورنیو پيژندنه پیل شي.
نوموړي ویلي چې ټولو اړمنو کورنیو ته به د هغوی په ولایتونو کې ځمکې وویشي او د اړتیا په صورت که به ورته په نورو ولایتونو کې هم د استوګنې د ځمکو اسناد ورکړي.
د مالوماتو له مخې اوسمهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۷۰ زره کورنۍ د بیلابیلو دلایلو له مخې خپلو سیمو پریښودو ته اړ شوي دي.
که څه هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اعلان کړی وو چې ۲۰۲۰ کال کې د اوږدمهاله جګړو او طبیعي پېښو له امله داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې لپاره ۷۷۳ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي شوي وو، خو بیا هم داخلي بې ځایه شوي او جګړه ځپلې کورنۍ له سختو کړاوونو سره لاس او ګرېوان دي.
د دولتي ادارو او مرستندیه موسسو ترمنځ نه همغږي، د موسسو په چارو کې پراخ مالي فساد، د شفافیت نشتون، د دولتي چارواکو او زورواکو مداخلې او یو شمېر نور مسایل هغه څه دي چې داخلي بې ځایه شوي او جګړه ځپلي یې له خپلو حقونو لیرې ساتلي دي.